ژبه ګېلې نه، څېړنې غواړي

د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ ده. له دې ورځې د نمانځلو موخه دا ده چې د ژبو ویونکي ژمنې وکړي، هڅې را تازه کړي او لاس په کار شي ترڅو خپله ژبه د سیالو ژبو په کتار کې راولي. خو متاسفانه پښتو لا هم غریبه ده. دا غربت سړي ته هغه وخت معلومیږي چې کله څېړنې کوي.

پښتو د نورو ګاونډیو ژبو په پرتله په علمي کچه کمزورې ده او دا حقیقت باید ومنو. کله که غواړې ځان پوه کړې نو اوسنۍ اسانتیاوو ته په کتو تمه به لرې چې ګوګل به دې معلومات در کړي خو متاسفانه، ساعتونه زیار به وګالې، پلټنه به وکړې خو د رسنیو له راپورونو پرته بل څه به ونه مومې چې په درد دې وخوري. ځکه له ګوګل سره په پښتو بیخي کم مطالب خوندي شوي چې همدې ته کار ویل په کار دی.

ژبه هغه وخت غني کېدلی شي چې په هره برخه کې پرې څېړنې وشي، خپرې شي او منطقي بحثونه پرې ولیکل شي.

په دې برخه کې د پښتو لیکنې او لیکوال ارزښت هم د پام وړ دی. خلک بوخت دي، لیکنې ورته عبث کار ښکاري. نه لوستونکي لېوالتیا لري چې پښتو ولولي او لیکوال خو د نورو هاها ته تمه لري. که چا چک چکې ورته وکړې، لیکل کوي کنه ټک به پرې ونه کړې.

د پښتو وروسته والی دا نه ده چې په پښتنو جګړه تپل شوې، بلکې لسګونه نورې ستونزې یې هم ځان ته جوړې کړې دي. کور کې به د سبا بیګا نه لري خو په مجلس کې به د خان په څېر پلتۍ وهي او له خپلې بړستنې خو یې پښې ان پخوا اېستې دي. پښتون په زوره په محدودیتونو کې ځان بندیوان کړی. اوس اکثره پښتانه له خپلو ارزښتونو پکو شوي، له همدې امله ورو، ورو کولتور ترې پردی کېږي او ژبه یې هېرېږي.

 بل واقیعت دا دی چې پښتانه تل د سیاستونو قرباني دي. په تاریخ یې ګټه نه ده کړې خو د "ترهګر" فلسفه هم همدوی ته جوړه شوه. غټ پټ پښتون به وي، په دوه، درې ټکو دین به نور تحریفوي، پیغورونه به وایي او ان له انسانیته به هم کله وځي.

پښتو په ګېلو ګوزارو نه پالل کېږي، چې له دولتي ادارو سره په یو وار شخړې وشي او که نا غیړي کوي، نو خواله رسنیو ته ترې بحثونه راووځي. پالنه له ځانه، کورنۍ، ادارې او نږدې چاپیریاله پیليږي او ورو، ورو ټولنې ته خپریږي چې هره هڅه باید په منطقیتوب ولاړه وي.