په تونس کې دزین العابدین دحکومت ړنګېدنه او دتونسیانو ولسي پاڅون نن سبا درسنیو دسر ټکي دي په دې کې دحېرانتیا وړ خبرونه هغه دي ،چې دزین العابدین دحکومت دړنګېدو لاملونه په ګوته کوي یو تونسي په خپل ویبلاګ کې کښلې دي :
د دیکتاتور زین العابدین حکومت دوو مېرمنو ړنګ کړ یوه دکرتاج ماڼۍ واکداره موخه ېې دزین العابدین مېرمن لیلی الطرابلسي ده ،چې دتصادف له مخې له نوموړي سره دواده په تار وتړل شوه اووړاندې له دې ېې دتونس دکورنیو چارو وزارت ته څېرمه دیوسلمان په دوکان کې ناییړه وه او خپله ورځ ېې دهمدې دوکان له پېسو ګوډوله .
دکرتاج ماڼۍ واکده په بخت بېداره له پاڅون یوه اونۍ وړاندې متحده عربي اماراتو ته ېې پښې راسپکې کړې او بله مېرمن ،چې د زین العابدین حکومت ېې ړنګ کړ په سیدي بوزید ښار کې دښاروالۍ ماموره ،چې محمد البوعزیزي ته ېې خپیړه ورکړه او دا ېې هم ورته وویل : ګاډۍ دې پریږده او له دې ځایه ورک شه محمد ،چې ماستري ېې درلوده او له بدې ورځې ېې دې کار ته مخه کړې وه ځان ته اور واچوه او زین العابدین پر ضد ېې ولسي پاڅون ته لار هواره کړه .
وروستي