کرونا وبا نړۍ وځپله او لا هم دغه ويروس د خلکو ژوند اخلي او درانه مالي زيانونه رامنځ ته کوي. د کرونا ويروس د مخنيوي يوه عمده لار د واټن ساتل او په ځانګړي ډول له هغه کسانو څخه لېرې پاتې کېدل دي، چې په دې ويروس ککړ شوي وي. که څه هم د خدای په فضل د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله افغانستان کې د کرونا ويروس د انساني او مالي تلفاتو کچه ټېټه وه، خو بيا په خپل وار دغه ويروس د زرګونه کسانو ژوند واخېست او اقتصاد يې منفي اغېزمن کړ.
افغاني ټولنه کې ځيني ټولنيز دودونه سبب شوي دي، چې د کرونا ويروس د اوج او هم اوس د دغه ويروس د اسانه خپرېدا لامل شي. سترې - کورنۍ، د ناروغ د خوښ ساتلو لپاره له ناروغ سره نېږدې پاتې کېدل، د مينې پر بنسټ په غيږ ستړي مه شئ کول او نور هغه مسايل دي چې تر يو بريده يې افغانستان کې د کرونا ويروس چټک کړی دی. په يو ځای اوسېدل، د ناروغ پالنه او ټولنيز پاتې کېدل د افغاني ټولنې غوره او ښه دودونه دي، چې پر بنسټ مينه شېندل کيږي؛ د ځان - ځانۍ او لېرې والي مخه په کې نېول کيږي، خو هر ښه او بد څيز خپل ځانګړی ځای لري.
د وبا او عام - نيونکي مرض پر مهال د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې ساتنه او طبي لارښوونېو پلې کول، اسلامي امر هم دی، چې يو مسلمان بايد په کې سرزوري ونه کړي. د روغتياپالان په ټېنګار سره لارښوونې کوي، چې له هغه کس څخه په واټن کې پاتې شئ، چې د کرونا ويروس په ناروغۍ اخته وي؛ کورنۍ کې يو کس بايد له پوره وقايي تيارو سره د ناروغ کس پالنه او ساتنه وکړي.
افغاني ټولنه کې په دې پار چې په کرونا ويروس ککړ کس پلار، مور او يا هم دکورنۍ بل خوږ غړی وي، نو لېرې پاتې کېدل يې د نفرت او کرکې په مانا تعبيريږي او د کورنۍ هېڅ غړی دا هڅه نه کوي، چې له ناروغ لېرې وسي. د کورنۍ غړي خو څه چې کليوال او نېږدې خپلوان هم د ناروغ پوښتنې ته ورځي، بنډارونه ورسره کوي او نېږدې ورسره پاتې کيږي.
ښايي تاسې به په خپلو نېږدې سيمو کې داسې ډېرې بېلګې لېدلي وي، چې کله يو کس له کرونا ناروغۍ مړ شي، نو د مياشتې دننه د هغې کورنۍ څو نور غړي هم په دې ويروس ککړ او ومري. په دې پار چې که چېرې ناروغ جدا کړی شي يا اړيکې ور سره غوڅې شي نو د کرکې په مانا به وي؛ دغه دود په دې بيې تماميږي، چې د کورنۍ نور غړي هم سخت او بد روغتيايي حالت کې وسي او يا هم مړه شي.
نو څه ډول مو چې وړاندې يادونه وکړه، د ناروغ پوښتنه، يوځای پاتې کېدل او د ټولنيزو اړيکو پالل د افغاني ټولنې غوره دودونه دي، خو په ورته وخت کې بايد دې ته هم پام وشي، چې دا هر څه په يو ټاکلي وخت کې بايد وشي او هېڅ رواج د ژوند په بيه تمام نه شي. نو هيله مو دا ده چې که چېرې د کورنۍ کوم غړی مو په دې مرګوني ويروس ککړ شي، قرنطين يې کړئ، ځانګړی کس يې پالنې ته وټاکئ او روغتيايي لارښوونې پلې کړئ، د دغه ډول ځینو دودونو په ماتول سره به مو خپل او د کورنۍ د نورو غړو ژوند ژغورلی وي.
وروستي