په کراچۍ کې جزيي ګرځبندیز ولګول شو


پاکستاني چارواکو دکراچۍ په نارامه ښار کې جزيي ګرځبندیز ولګاوه تېره اونۍ داښار دنارامۍ یوې څپې پسې په مخه کړ اونږدې 17 ښاریان دنامعلومه وسله والو لخوا ترور شول ، چې په دې کې یومرموزه پېښه دجیوتلویزون دپښتون خبریال ولي بابر ترور هم شامل دی .
دکورنیو چارو وزیر رحمن ملک وايي : موږ په کراچۍ کې جزيي ګرځبندیز لګولی دی دا ښار دپاکستان اقتصادي پلازمینه ده اونږدې 18 ملیونه نفوس لري .