روهي (پنځه نۍ/۳۰ د سلواغې)، د ملکي هوايي چلند ادارې ويلي دي چې په نېږدې راتونکي کې به د خوست هوايي ډګر چې د جوړونې چارې يې بشپړېدو ته نېږدې شوې دي؛ ګتې اخېستنې ته وسپارل شي.
د يادې ادارې د مالوماتو پر بنسټ خوست هوايي ډګر پنځو پړاونو کې د يو مېلېارد او ۸۸۹ مېلېونه افغانيو په لګښت د حکومت له پراختيايي بودجې جوړ شوی دی.
د خوست هوايي ډګر د څلورو پړاونو چارې بشپړې شوې او اوس مهال يې د پنځم پړاو چارې روانې دي چې ترمېنل، اي ټي ايم، اپرون، د موټرونو تم ځای او د هوايي ترافيکو د کنټرولو ودانيو چارې په کې شاملې دي.
د يادونې ده چې د خوست د هوايي ډګر د بنسټ ډبره نېږدې لس کاله وړاندې اېښودل شوې؛ ولسمشر غني د خپلو ټاکنيزو کمپيانونو پر مهال د خوست هوايي ډګر د جوړېدو ويلي وو، خو لا تر ننه يې رسمي ګټه اخېستنه نه ده شوې.
وروستي