د تورغنډي بندر د رئيس په شمول څلور کسان د فساد په تور نېول شوي او کابل ته وروړل شوي دي

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د سلواغې)، کورنيو چارو وزارت وايي چې د هرات ولايت د تورغنډي بندر د رئيس په شمول يې څلور کسان د فساد په تور نېولي او کابل ته لېږدول شوي دي. 

د تورغنډي بندر د رئيس ترڅنګ؛ د ياد بندر مالي کارشناس، د عوايدو مدير او د بلانس مدير په نېول شوي کسانو کې دي. پر دغه کسانو تور دی چې سلګونه مېلېونه افغانۍ يې په تېرو څو کالونو کې غلا کړې دي. 

کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين رسنيو ته ويلي دي چې د هرات ولايت د تورغنډي بندر د څېړنې په موخه د ولسمشر محمد اشرف غني په لارښوونه يو پلاوی ياد ولايت ته تللی او د پراخه فساد يې ويلي دي.