روهي ( پنځه نۍ/ ۳۰ د سلواغې )، د سولې پر وړاندې ځینې خنډونه ددې لامل شوي چې افغان حکومت،نړیواله ټولنه او وسله وال طالبان پر یو بل تور پورې کړي او ځینې خنډونه ددې لامل شوي څو د دوحې خبرې په ټپه ودریږي.
د ناټو ۳۰ غړو هېوادونو د دفاع وزیران چارشنبه او نن په انلاین بڼه سره جرګه کیږي چې د افغانستان راتلونکي په اړه بحث یې هم یوه له مهمو اجنډاوو ده.
ناټو یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې په خبرو کې پایلې لرونکي پرمختګونه ولري.
د ناټو عمومي منشي د ناټو ددفاع وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ خبریالانو ته ویلي چې طالبانو تر اوسه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره کړې.
ینس سټولټنبرګ وایي، دوی په ځلونه ویلي چې د سرتېرو ایستل یې په شرایطو پورې تړلي او تر ټولو مهم شرط بیا دا دی چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او د سولې لپاره به معنی لرونکي او پایلې لرونکي مذاکرات کوي.
دده په خبره طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، نو دا په دې مانا ده چې د سرتېرو د ایستلو لپاره شرایط نه دي برابر. هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او په رښتینې توګه مذاکراتو ته تیار شي.
ویل کیږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد دوحې ، کابل او اسلام آباد ته د امریکا له نوي حکومت وروسته د افغان سولې په اړه خپل لومړنی سفرونه پیل کړي.
سیاسي کارپوهان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات چې د دوحې له تړون وروسته پیل شوی، له لومړی سره ناکام بولي، ځکه طالبان د افغانستان د خلکو تیرو ۱۹ کلنو لاسته راوړنو ته درناوی نه لری.
طالبان په بین الافغاني مذاکراتو کې، د کورنۍ جګړې د ګټونکی لوری په توګه چلند کوي چې له نورو افغان ډلو سره د دوی له شرایطو د واک شریکولو په اړه خبرې کوي.
سیاسي شنونکي په دې اند دي که د ناټو په ګډون د امریکا متحده ایالاتو بهرني عکسر له افغانستان څخه د مې میاشتې تر اخیره بهر نه شي، وسله والو طالبانو ته ښه فرصت پیدا کیږي چې د سولې خبرو ته حاظر نه شي او دا به د دوحې تړون ماتولو په مانا وي خو دا چې که بهرنیان له افغانستان څخه بهر کیږي نامعلومه ده چې دوي د سولې خبرو ته کیني او که واک ته د زور او جګړې له لارې ځانونه رسوي.
وروستي