فرانسوي سرچینه : خامنئي درفیق الحریري د ترور امر کړې و

 
العربیة تلویزون دفرانسوي سرچینو له خولې وايي : درفیق الحریري دترور په اړه نړیواله محکمه دایران روحاني مشر علي خامنئي تورنوي ،چې په 2005 ز کې ېې درفیق الحریري دترور امر کړې و .
دایران دپخواني ولسمشر سلاکار ډاکتر ابو الحسن بني صدر دا هم وايي : دنړیوالې محکمې دراپور په پای کې دحسن نصرالله دترور پلان هم جوړ شوې و، ځکه خامنئي غواړي ،چې له ده هم ځان خلاص کړي .
ډاکتر ابو الحسن زیاتوي : په سپاه پاسداران کې د القدس قول اردو مشر جنرال سلیماني دحزب الله دنظامي څانګې مشر عماد مغنیة ته امر کړې و ،چې دترور چاره ترسره کړي .
دیادونې ده ،چې مغنیة د 2008 په فبرورۍ کې په پلازمینه دمشق کې ترور شو ځینې سرچینې وايي : دعماد د ترور پېښه ډېره پیچلې ده هغه مهال حزب الله او ایران داسراییلو استخبارات موساد تورن کړل ،چې عماد ېې ترور کړې دی .