احدي: ايران د افغانستان د ترانزيت حق تر پښو لاندې کړی

د افغانستان د سوداګرۍ وزير انوارلاحق احدي خبريالانو ته ويلي، چې ايران د افغانستان ترانزيت حق تر پښو لاندې کړی. احدي وايي، چې دوی له ايران څخه زياته توقع درلوده. احدي نن روسيې ته روان دی ، چې له هغه ځايه د تېلو د اکمالاتو لپاره امکانات ولټوي.