په هرات کې دايران قونسلګرۍ مخې ته پراخې مظاهرې شوي


پرون د هرات په ښار کې سلګونو کسانو د ايران قونسلګرۍ مخې ته مظاهرې کړې دي. مظاهره کوونکو د ايران له لوري د تېلو ټانکرونو پر بندولو اعتراض کړی او ويلي دي چې که دغه ټانکرونه راخوشې نه شي ، دوی به خپلو مظاهروته دوام ورکړي. مظاهره چيانوپر قونسلګۍ دهګيوګوزارونه هم کړي دي.
د يادونې وړ ده چې د ولسمشر کرزي د سخاوتمندانه پاليسيوله برکته ايراني عمالو او لاسپوڅو د هرات په ولايت کې دومره نفوذ کړی دی ، چې څوک په اسانۍ د ايران پر وړاندې سر نه شي پورته کولی ، خو د ايران ناودودې داسې ځای ته رسېدلي چې خلک يې حتی په هرات کې هم اعتراضونو ته اړ ايستلي.