21 تنه افغان پناه وړونکي د يونان په اوبوکې لادرکه شوي


يوناني چارواکي وايي، چې پرون يې د يونان (کورفو) ټاپو ته څېرمه په سلګونو افغان پناه وړونکي له ډوبيدو ژغورلي دي. چارواکي وايي، چې وړمه شپه دوی د يوې بېړۍ له خوا د خطر الارم ترلاسه کړ او سمدستي يې سيمې ته ژغورونکي واستول. څه باندې دوه سوه افغان پناه وړونکي په يوه 35 متريزه بېړۍ کې سپاره وو، چې يو زيات شمېر ماشومان او ښځې هم په کې وو. په پېښه کې لومړی د بېړۍ يو ماشين له کاره وغورځېد او وروسته بېړۍ دوه نيمه شوه او ډوبه شوه. ژغورنکي وتوانېدل ، چې شاوخوا 230 پناه وړونکي وژغوري ، خو ژغورل شوي کسان وايي چې د دوی 21 تنه ملګري لا درک دي او داسې وېره ده ، چې ښايي په اوبو کې ډوب شوي وي. دغو افغان پناه وړونکو هڅه کوله له يونان څخه اېټاليا ته واوړي.