لوی څارنوال : د ولسي جرګې ټاکنې مشروعيت نه لري

د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحق الکو يوه خبري کنفرانس ته ويلي، چې دوی د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د درغليو په سلګونو اسناد راټول کړي دي. ده وويل ، چې لويه څارنوالي د ولسي جرګې پر دغو ټاکنو عقيده نه لري او د دوی په اند دغه ټاکنې مشروعيت نه لري. الکو وويل، چې که ولسي جرګه پرانيستل هم شي ، محکمه حق لري درغلي کوونکو وکيلان تر هغې وروسته هم محاکمه کړي.