د مصریانو د فبرورۍ انقلاب، د اسلامي امت حال او د افغان وطن د خوږ جاج!



د مصر د تحریر میدان په همداسي یوه ورځ له هغو خلګو ډک وو چې د نیمي پیړۍ دیکتاتور یې په یوه سولیز ګام کې له واکه لری کړل.

د ۲۰۱۱ ز کال د فبرورۍ په ۱۱ نیټه، دیکتاتور حسنی مبارک له واکه استعفا ورکړه، نظامیانو د یوی ویناپاڼې له لاري د یوی ولسواکي ټولني د رامنځته کولو په موخه ژمنتیا وکړله.
هغه چې بیا ټاکني وشوی، مصری ملت د اخوان المسلمین ګوند نوماند ډاکتر محمد مرسي د پوځ نوماند په خلاف د بریاه رایه وکاروله.

لویدیځه نړۍ چې کله په مصر کې د سیاسي اسلامپالو دا عظیمه بریاه او د ډاکتر محمدمرسي تاریخی ګامونه د مصر او اسلامي نړۍ د بیا یوالي او الګو کېدلو په لار کې ولیدی، نو اسلامي ویښتابه ته یې د عربي ( پسرلي ) اصطلاح وکاروله، د پردی تر شا یې مستبدو او د دوی ابن غلامو نظامیانو ته چې د خپلو ولسوونو په ټکولو، څملولو او ماتولو کې د بلواکۍ او وحشت تیاره مخېنه لرله، ملاتړ وکړل او د اخوان المسلمین په مشرتابه لومړی سیاسي اسلامي حکومت یې په وروستي ظلم، جنایت او ربړونو سره نسکور کړل.

د کودتاه څخه وروسته د اخوان المسلمین د ولسي حکومت د اغیزی او ځواک د ختمولو په لار کې امریکا، اسرائیلو او د ال سعود د وهابی ـ تکفیری مورثی حکومتونو په ملاتړ السیسي مصری ملت خوراه وټکول، سختي ربړي یې ورکړې او د دغه جریان د بنسټیز ماتولو په لار کې یې له هېڅ ډول وحشت او درندګۍ څخه دریغ ونه کړل.

د یادونې وړ دی چې اروپایی ټولني یوازی د غربی ارزښتونو د تمثیل په پاره هسي درواغجن او نمایشي دریځونه نیول او تر پایه یې داسي ګام اوچت نه کړل چې کودتاچی نظامیان دی وډاروی.

د شهید ډاکتر محمد مرسي په مشرتابه د اخوان المسلمین د لومړی سیاسي اسلامي حکومت له نړولو او ټکولو څخه د غرب موخه دا وه چې اسلامي خوځښتونه، مسلمان متفکرین او په ټوله کې اسلامي امت ته پیغام ورکړی چې که تاسو زموږ له مخامخ پرستښ څخه د ډیموکراسي په پوښ کې لاس واخلي، ولو چې ټول شکلیات مو غربی هم وی، موږ ته د منلو نه دی او کولای شو په ډیره اسانه مو د مرګ، تباهۍ او دربدرۍ تر دم ځایه ورسوو.

بل لور ته زموږ په ګران هېواد کې د سیاسي اسلام په اروونو د ایډیال اسلامي حکومت د رامنځته کولو دوه ځله هڅې چې یوځل د مجاهدینو د اسلامي حکومت تر چتر لاندی وشوی او بل ځل د طالبانو د اسلامي آمارت په دریځ کې په لاره واچول شوی، له همدغسي ګواښوونکي برخلیک سره مخ شول.

له دې داسي ښکاری چې د اسلام او لویدېځ ترمنځ د تمدني ټکر جګړه په شدت روانه دی، هغه چې غرب غواړی د داعش په څېر د وحشتکارو او تکفیری ډلو په رامنځته کولو او د سعودیانو په څیر د مذهبي متعصبینو د ملاتړ او همکارۍ په ایتلاف کې د سیاسي اسلام ریښتوني او ملتپاله موډلونه چې اخوان المسلمین، د ترکیی د عدالت او پراختیا ګوند یا د اندونیزیا اسلامپالو رهبرانو لکه مهاتیر محمد چې وړاندې کړلي پیکه، بی سېکه او د سیاسي، ټولنیزو او نظامي فشارونو په ترڅ کې یې یو مخ ماتي کړي.

داځکه چې لویدیځ د چومسکي، ډیک چینې، هنری کسینجر او سامویل هانټینګټون په څیر د ځیرکو تیوری پالانو او د خپلو استخباراتي ـ تحلیلي مطالعاتو او شننو په پایله کې پدې باور رسیدلي چې د چین او روسیې ګواښ د تمدنونو او نړيوالۍ مشرتابه په دریځ کې دومره ورته چلینج پارونکي او ګواښوونکی نه دی، لکه د یوه بشپړ امت سره ټکر.

دوی پوهیږی چې که د مسلمانو ملتونو او پرګنو په منځ کې د یوالي، ځواک رامنځته کول او بیا د دی ټولو پوټانیشلونو ګنډونکي څرکونه چې هوښیار او د معاصری نړۍ په نبض او رواج پوهیدونکي سیاسي اسلامپاله خوځښتونه دی پخپل متن او بطن ک‌ ایل، بېل او مات نه کړي، نو نشي کولای چې د سترو لښکرو، غټو عسکری مارشونو او حتا بشر ټولوژونکو وسلو دی هم دا ستر امت کنټرول کړای شي.

په همدې پاره دوی د ال سعود وهابیان او د سعودی په محور خلیجی افراطی، مستبد نظامونه ساتی او د هغوی له لاری له ایران سره د سني او شیعه جګړې ته لمن وهی او په نوری اسلامی نړۍ کې د څلورو اهل سنتو مذهبونو ترمنځ بی ارزښتو فتنو ته منظم او هدف محوره کار کړي.

همدارنګه دوی د داعش، بوکوحرام او دیته ورته توندلاری ـ تکفیری ډلی رامنځته کوی چې د سیاسي اسلام رنګ پیکه او مسلماني ټولني له دننه څخه ماتی، ټوټه ـ ټوټه او په پای کې وپاشي.

بل لور ته له فاسدوو سیکولارو، ملحدو او مستبدو واکمنو او دولتونو د ډیموکراسی او حکومتونو په عنوان ملاتړ کړې، تر څو په یو وخت مسلمانه ټولنه د خپل ټولنیز امنیت او ځانساتني په دریځ کې ترخپل منځ ښکېله، په شخړو کې راګیر او په لویه کې د ثبات او آمن ټول څرکونه پکې چې د اسلامي ژوندانه او د یوه ایډیاله سیاسي اسلامي نظام لارې ته رسېدل دی په بنسټیزه توګه مات کړې.

د دې ډوله ټولنو ښې بېلګي سوریه، عراق، لبنان، افغانستان او د افریقا یوشمیر مسلمان ملتونه او هېوادونه دي.

په پای کې داچې اسلامي نړۍ په وروستۍ ناهیلۍ سره د مصنوعی او ډراماتیکو ټکرونو او توپانونو په یوه سخت امتحانی ګرداب کې راګیر دی، د مصر، عراق او سوریی له حالاتو د زدکړې او عبرت تر ټولو ښه لاره په افغان وطن کې د اسلامپاله او ملتپاله تعریف په سیوری کې سولې ته کار، د بهرنیو ځواکوونو له شړلو ملاتړ، ملي او مذهبي زغم ته کار، د ټولنیزو لږکیو د معقولو او ممکنو حقونو د ساتلو باور ورکول او په ټوله کې د سولې، آمن او افغانستان ژغورنې له رامنځته شوی تاریخی فرصت او چانس څخه هوښیارانه ګټه پورته کول دی.

افغانستان د اسلامي امت او نړۍ یوه اغیزمنونکي برخه ده، د افغان وطن د ښې ورځی، سیالي سبا او آمن نن لپاره کار کول د اسلامي آمت د ګډ آرمان، ایډیال دریځ او تاریخی عزتمندی ته د ژمنتیا او پاللو تر ټولو ښه بېلګه ده.


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ