له هره ورځې چاودنو او ناامينو وروسته، کابل ته نوی امنيه قومندان وټاکل شو 

روهي (څلورنۍ/۲۲ د سلواغې)، د کابل ولايت امنيه قومندان جمعه ګل همت ننګرهار ولايت ته تبديل او پر ځای يې جمشيد توتاخېل د نوي امنيه قومندان پر ځای ټاکل شوی دی. 

که څه هم له تېرو څو مياشتو راهيسې د کابل امنيت مسووليت د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح په غاړه اخېستي دی، خو کابو هره ورځ کابل د يو امنيتي ضد پېښې شاهد وي. 

په  دې وروستيو کابل کې د نښلونکو ماينونو پېښې ډېرې شوې دي. تازه نن ورځ کابل ښار د څلورو پېښو شاهد وو.