دوه کاله وروسته به ايران د اټومي بم څښتن شي 

روهي (څلورنۍ/۲۲ د سلواغې)، د اسرائيلو استخباراتي ادارې په يو تازه راپور کې ويلي دي چې ايران يوازې دوه کاله وخت ته اړتيا لري ترڅو خپل اټومي پروګرام بشپړ او اټومي بم جوړ کړي. 

د اسرائيلو استخباراتو ويلي دي چې که چېرې د جوبايډن په مشرۍ د متحدو ايالتو نوی حکومت له سره له ايران سره اټومي هوکړې ته دننه شي، نو ايران به په سيمه کې د يو اټومي ځواک په توګه ګواښ وسي او ياد هېواد به خپل اټومي  بم جوړ کړای شي. 

د ايران ستر مذهبي مشر آيت الله علي خامنه اي د ايران او امريکا ترمنځ د اټومي هوکړې په اړه ويلي دي چې ايران يوازې هغه وخت دغه هوکړې ته دننه کيږي، چې د امريکا حکومت د ټرمپ د وخت ټول بنديزونه له ايران لېرې کړي. 

۲۰۱۵ کال کې د نړۍ سترو هېوادونو ايران سره د سوله ييزو موخو لپاره د يورنيمو د غني کېدو طرحه لاسليک کړه، خو  هغه مهاله چې ټرمپ واک ته ورسېد له دغه طرحې متحد ايالت ووتل.