په زابل کې د اقرا برنامې پر مټ ۱۰ بابه نورو ښونځیو ګټي ته د اخیستني لړۍ پیل شوه

د زابل ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې ولسي تړون مسؤلین وایې چې لومړی لسو بیا پنځو ښونځیو وروسته ۱۰ بابه نورو ښونځيو پوهني ریاست ته د سپارلو لړۍ پیل کړه. 

د مسؤلینو په خبره دغه ښونځي چې ۱۲، ۱۰، ۸، ۶ او څلور اطاقه مکاتب دي په ښه کیفیت یې بشپړ کړي او ددغه ولایت په میزانه، شاجوۍ، ارغنداب، شهرصفا او شینکۍ ولسوالیو کې  جوړ سوي دي.

مسؤلین زیاتوي په یادو ښونځیو کې تر تعمیر ها خوا په هره ښونځۍ کې یوه اداري خونه د اوبو منظم سیستم او تشنابونه هم ورسره جوړ دي چې عملا د پوهني ریاست ته یې په واک کې دورکولو لړۍ پیل سوه.

د یادو ښونځیو په جوړیدو سره د سیمې اوسیدونکې هم خوښي ښه یې او د دا ډول نورو مکاتبو د جوړیدو غوښته کوي د سیمي اوسیدونکې پر دې برسیره د پوهني ریاست څخه د ښونکو او کتابونو غوښتنه هم لري.

ها خوا بیا د زابل ولایت مقام تخنیکي انجینر د یادو ښونځیو د تکمیلۍ پر وخت د مکاتبو له کیفیته خوښي وښوده او له ولسي تړون څخه یې مننه وکړه چې د زابل په لریو پرتو ساحو کې په کم قیمت او لوړ کیفیت مکاتب بشپړ کړي دي.

زابل چې یوه جنګ ځپلی ولایت دی خو په دې ورستیو کې د رغونې دا ډول کارونو یې د اوسیدونکو خوښۍ او خوشبینۍ خورا ډیري کړي دي.