هندارې

ادبیات مو د ژوند په خوږو او ترخو پوهوي. د ژوند ښه او بد په ټولنه کې راته په ګوته کوي او د ژوند په جوړولو کې کارنده ونډه اخلي.
 
انسان د ادب د رسۍ په وسیله د فکر ژورو ته ښکته کېږي او په همدې توګه د تخیُل په زینه د ښکلا تر برجونو سره هسکولی شي. لنډه دا چې ووایو: " ادب د ژوند هنداره ده." همدې غونډلې ته په تم‌کېدو به په شعر هم دغه فتوا وکړو، ځکه شعر د ادب ستره برخه ده؛ خو دغه هنداره به ښایي زموږ د معمولي هندارې سره ځمکه او اسمان توپیر ولري. د اډګارلین پوه په وینا: "شعر د ښکلا اهنګ‌وال تخلیق دی. د هغه یوازینی قاضي ذوق دی." زموږ معمولې هندارې بیا د دغې خاصې څخه مستثنی دي. ځکه موږ دغه هنداره (ادب) د دود د مخالفت پر بنسټ کاروو؛ نو دا به بیا د هنري کمال ښکارندویي کوي، هغه دا چې دلته د اوبو پر مخ نقش رغوي.
 
          کوم شاعر/ادیب چې له دې حساسته خبر وي، بیا یې بالکل خبرې د کاڼې کرښې شي. شاعر باید پر اخلاقي ثبات نه، بلکې پر اخلاقي اضطراب تکیه ولري. تل د وچو اخلاقو مخالفت وکړي او فرد زندی کړي. لطیفه ایر هم له‌دغه رازه خبره ښکاري او په هندارو کې یې هر څوک ځان ویني. دا وایي:
          هم مې یې خوښ، هم درنه ځان ساتمه
لېونی زړه مې په زندان ساتمه
د رواجونو ناکردو د لاسه
هیلې له هر چانه قربان ساتمه
 
پورته یې په یوې وړې خوره شوې هنداره کې زموږ د ټولنې د شته فرهنګ د یوې څونډې څخه پیڅکه اوچته کړې، چې د فیمینسم بریالۍ ټابلو ده. د ژولي کریستوا په وینا: " د هنر د درک یوه لاره تر شا موجود فرهنګ دی." چې دغه چاره د استادې په کلام کې تر یوه بریده بریالۍ ده. وایي:
سر مې له تیږې جنګولو خو چا پرې‌نښودم
خپل تندی مې ماتولو خو چا پرې‌نښودم
 
سر له تېږې سره جنګول او تندی ماتول زموږ د ټولنې په فرهنګ کې د بېوسۍ سمبول دی. د دې تر څنګ زموږ ټولنیز عادت هم دی، کله چې مو په‌خپل وجود کې د بېوسۍ حس وکړو، تور او سپین ـ ښه او بد راڅخه لار ورکي شي، د درېیمې لارې لټون مو په ټولنه کې په نشت حساب دی یا ځان ورانوو او یا هم چم ګاونډ. بیا وایي:
خلک نادان او بې احساس دي، که مو ستوری ټيت دی
بې قدره ځان مې مړ کولو خو چا پرې‌نښودم
 
شهنواز باقر بیا داسې واي:
خدایه! ستا په لټون سر وم ناخبر وم
خپلې پښې او خپل لاسونه راپسې وه
په پښتنې فرهنګ کې په ځان پسې د لاسونو او پښو راښکل د ستړیا نښه ده.
 
مخکې مو یاده وکړه چې شعر باید د وچو اخلاقو مخالفت وکړي او فرد زندی کړي. موږ په ادب کې د تلوسې لفظ کاروو، فرد د تلوسې په مرسته زندی کېږي، ځکه تلوسه لېوالتیا او په ادب کې د غوټې پرانېستو یو خوږ او مضطرب انتظار دی، چې اضطراب بیا د شعر د ښکلا نوم دی. دغه ښکلا بیا د کلماتو له مناسبو لوبولو څخه زېږي، چې شاعره پکې ځای ځای پاتې راغلې، په یو ځای کې یې لیکلي:
چېره شمه لاړه او په چا عرضي شمه
زړه په درزا ستړی ستومانه
 
که دغه الفاظ سره لوبېدلي وای، بیا به مو ویلای:
چېرته شمه لاړه او په چا شمه عرضي
زړه په درزا ستړی ستومانه
 
په بل ځای کې راځي:
که څوک د وطن او د خلکو لپاره ژاړي
ځان مې له هغه جارولو خو چا پرې‌نښودم
 
که داسې ولیکل شي:
که څوک ژاړي د وطن او د ولس لپاره
ځان مې له هغو جارولو خو چا پرې‌ښودم
په همدې ډول څو ځایه نور هم د دغسې ستونزو سره مخ کېږو؛ خو زه پرې ډېر ټينګار ځکه نه‌کوم، چې د شعر قاضي ذوق دی، ممکن نور ذوقونه ورسره د هم‌غږۍ لاس ورکړي. د دې تر څنګ په دې شعري ټولګه (زما مینې) کې ځینې شعرونه نثر ته پاتې کېږي، چې د ستا ځواب، تاته، دریغ، ای د هر څه څښتنه، ای ښکلې، توپیر، ملامت، ګرانه او ... یې ښې بېلګې یادولی شو. د ادعا د اثبات لپاره به یې د ګرانه تر سرلیک لاندې کرښو ته تم شو:
ګرانه!!!
که معنوي اړتیاوې او ستاینې په بیه خرڅېدلای
ما به تاته ای زما مینې زما هېواد او خکله!
سوله او خوشالي په بیه اخیستلی، که هر څو یې بیه لوړه وای!!
 
په دغه شعري ټوګله کې داسې اشعار هم شته چې د وعظ او نصیحت په خُم کې نغښتي، چې د زړې شاعرۍ خاصیت دی او سوړ عقل پرې حاکم دی. وایي:
یو خوا مې درد او بل صنم زوروي
دروغ فریب مې دم په دم زوروي
دورغ وایي، دورغ کوي چلو ول
دورغ لیکل دې په قلم زوروي
 
بیا هم شاعره د شاعرۍ په نوي چم کې تر یوه بریده کامیابه ده، ځکه چې انځورونه یې تر یوې کچې راڼه دي او د دې تر څنګ یې یوازې وعظ او نصیحت ته هم غوږونه نه‌دي څک کړي. بېلګه یي:
ګرځمه له تا سره د خیالونو په باغونو کې
شومه بریالۍ بیا په ناکامه منزلونو کې
 
دغه شاعري لا ځوانه راته ښکاري، لا یې اوږده پېچومې په مخ کې سترګکونه وهي. زه یې د ویناوالې د لفاظۍ لمنې خورولو لپاره الهي دربار ته لاسونه لپه کوم.