اجـــــــــرونه (دولسمه برخه)

(56) الله تعالی د رضا لپاره د مینې او محبت کولو څه اجر دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ فِي ظِلِّهِ يَوْمَ لَا ظِلَّ إِلَّا ظِلُّهُ» وَذَكَرَ مِنْهُمْ: «رَجُلَانِ تَحَابَّا فِي اللَّهِ، فَاجْتَمَعَا عَلَى ذَلِكَ وَافْتَرَّقَا عَلَيْهِ ».
ژباړه: اووه کسان دي چې الله تعالی به پرې په هغه ورځ خپل سیوری وکړي چې هغه د سیوری نه به غیر بل هېڅ سیوری نوي، دهغوی د جملې نه یې هغه ( دوه کسان چې الله تعالی د رضا لپاره په خپل منځ کې محبت کوي، په هم دغې هغوی یوځای شوي وي او په هم دغې جدا شوي وي ) ياد کړل.

(57) الله تعالى  د ویرې نه د ژړلو څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ فِي ظِلِّهِ يَوْمَ لَا ظِلَّ إِلَّا ظِلُّهُ» وَذَكَرَ مِنْهُمْ: « رَجُلٌ ذَكَرَ اللَّهَ خَالِيًا فَفَاضَتْ عَيْنَاهُ،» ژباړه: اووه کسان دي چې الله تعالی به پرې په هغه ورځ خپل سیوری وکړي چې هغه د سیوری نه به غیر بل هېڅ سیوری نوي، د هغوی د ډلې نه یې هغه (کس چې په یواځیتوب کې الله تعالی یاد کړي او اوښکې یې وبهیږي) ياد کړ.

(58) د قدرت او توانه سره د زنا پریښودلو څه اجر دی؟
 نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي: «سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ فِي ظِلِّهِ يَوْمَ لَا ظِلَّ إِلَّا ظِلُّهُ» وَذَكَرَ مِنْهُمْ: « رَجُلٌ دَعَتْهُ امْرَأَةٌ ذَاتُ مَنْصِبٍ وَجَمَالٍ فَقَالَ: إِنِّي أَخَافُ اللهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ».
ژباړه: اووه کسان دي چې الله تعالی به پرې په هغه ورځ خپل سیوری وکړي چې هغه د سیوری نه به غیر بل هېڅ سیوری نوي، د هغوی د جملې نه یې هغه «كس چې یوه شریفه او شتمنه ښځه یې خپل طرف ته زنا ته راوبلې او هغه ووایي: یقینا زه د الله تعالی نه ویریږم چې پالونکی د ټولو مخلوقاتو دی ) ياد کړ.

(59) په پټه د صدقې کولو څه اجر دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ فِي ظِلِّهِ يَوْمَ لَا ظِلَّ إِلَّا ظِلُّهُ» وَذَكَرَ مِنْهُمْ: « وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَأَخْفَاهَا حَتَّى لَا تَعْلَمَ شِمَالُهُ مَا تُنْفِقُ يَمِينُهُ».
ژباړه: اووه کسان دي چې الله تعالی به پرې په هغه ورځ خپل سیوری وکړي چې هغه د سیوری نه به غیر بل هېڅ سیوری نوي، دهغوی د ډلې نه یې هغه ( كس چې داسې په پټه صدقه ورکړي چې چپ لاس یې خبر نشي چې ښۍ لاس یې څه صدقه کړي دي ) یاد کړ.

(60) د هغه چا لپاره چې امین ویل یې ملائکو د امین ویلو سره برابر(موافق) شي څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:« إِذَا أَمَّنَ الإِمَامُ فَأَمِّنُوا، فَإِنَّهُ مَنْ وَافَقَ تَأْمِينُهُ تَأْمِينَ الْمَلائِكَةِ غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ».
ژباړه: کله چې امام امین ووایي نو تاسې هم امین ووایئ، یقنیاً د چا امین ویل چې ملائکو د امین ویلو سره موافق شي نو ټول مخکنې ګناهونو به ورته وبښل شي.
يادونه: پورتني ټول حديثونه صحيح دي