د اسټرالیا د کورني کریکټ مشهوره شل اوریزه لیګ بیګ باش د سیډني سیکسرز په بریا پای ته ورسید، دوی په پایلوبه کې د پرت سکرچرز لوبډلې ته په ۲۷ منډو ماتې ورکړه او د لسم پړاو BBLسیالیو د اتلوالۍ جام یې پورته کړ.
د پایلوبه کې پرت سکرچرز ټاس وګټه او د لومړۍ توپ اچونې فیصله یې وکړه، سیډني سېکسرز ورته پوره شل اورونو کې د شپږ لوبغاړو سوځیدو سره د جیمز وېنس ۹۵ منډو پر مټ ۱۸۸ منډې جوړې کړې؛ سکرچرز ته جایریچرډسن او انډرېوټای دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
د ټاکلي هدف په تعقیب پرت سکرچرز پوره شل اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۱ منډې جوړې کړې چې له منځه یې لیام لیوېنسټن ۴۵ او کمرون بینکرفټ ۳۰ زیاتې منډې جوړې کړې، سیډني ته په توپ اچونه کې جیکس برډ، سین ابوټ او ډینل کرېشن دوه ـ دوه او بین ډوارشیوس درې لوبغاړي وسوځول، سیالي او د اتلوالۍ جام سیډني سیکسرز په ۲۷ منډو خپل او پورته کړ.
د پایلوبې غوره لوبغاړی جېمز وینسي او د ټورنمنټ غوره لوبغاړی جوش فهلېپ ونومول شول.
سیډني سیکسرز د پرت سکرچرز وروسته دوهمه لوبډله شوه چې د بیګ باش لیګ زیاتې درې اتلوالۍ خپلوي، دوی په لومړي ځل ۲۰۱۱-۲۰۱۲ کال د دغه لیګ جام پورته کړی و،وګد دوهم ځل لپاره یې په ۲۰۱۹-۲۰۲۰ کال او دا دې د دفاعي اتلې لوبډلې په حیث یې د ۲۰۲۰-۲۰۲۱ کال بیګ باش غوره لیګ اتلوالي خپله کړه.
په یاد لیګ کې تر ټولو زیاتې منډې الېکس هېلېس ۵۴۳ ا
و تر ټولو زیاتې ویکټې جای ریچرډسن۲۹ ترلاسه کړې.
د اسټرالیا د کورني کریکټ دغه لوی تجارتي لیګ چې د ۲۰۲۰ کال د ډیسمبر پر لسمه پیل شوی ټولټال پکې ۶۱ لوبې ترسره شوې او د پایلوبه یې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په شپږمه نیټه ترسره شوه.
په لسم پړاو بي بي اېل سیالیو کې شپږ افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان،مجیب الرحمان،قیس احمد،زهیرخان او نوراحمد لکڼوال هم د بیلابېلو لوبډلو لپاره لوبیدل او ښه وځلیدل خو لوبډلې یې تر پایلوبې ونه رسیدلې.
د یادونې وړ ده چې نور احمد لکڼوال په لومړي ځل له هیواد بهر په یوه نړیوال تجارتي لیګ کې ولوبید،هغه د خپلې ملبرون رینیګنډز په ګټه شپږ لوبې وکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول خو وروسته د ټپونو له امله نه یوازې له بیګ باش بالکې له ټي ټېن لس اوریز غوره لیګ لوبولو هم ووت او د ارام کولو لپاره خپل هیواد ته راستون شو.
وروستي