ولسمشر له نجونو سره دشپې تېرولو په موخه هوټل په کرایه نیولې و


اندپندنت ورځپاڼې خبر ورکړې دی ،چې دایتالېې ولسمشر برلسکوني د14 نجونو لپاره په میلان نومي ښار کې یو آپارتمان په کرایه نیولې و نوموړي له دې ټولو سره جنسي اړېکې درلودلې ، چې اوس ېې خبره رسنیو رسوا کړه .
ورځپاڼه دڅارنوالو له خولې کاږي : دا نجونې په وړیا دلته استوګنې وې کرایه ېې وار له مخه ولسمشر پرې کړې وه نوموړي به له دې ټولو سره دلته جنسي اړېکې پاللې .
BBC وايي ولسمشر برلسکوني خپله مېرمن همدې افسانوي ماڼۍ ته له ځآن سره راوستې وه نوموړي دخپلې ځوانۍ پر مهال دا ماڼۍ دتېرې پیړۍ په اویایمو کلونو کې جوړه کړې وه . دیادونې وړ ده ،چې دا اپارتمان په همدې افسانوي ماڼۍ کې دی .
کېدای شي ولسمشر برلسکوني به له یو لړ رسواييو ځان ژغورلې وې خو وروستې دا ېې کېدای شي په سیاسي ګانده سخت ګوزار وي .