له ځنډ وروسته د هندوستان د ننه نړیوال کریکټ پیل شو

 

هندوستان د انګلستان خلاف نن د ټېسټ لوبو لړۍ پیل کړه، پیلیزه لوبه چې په چینای کې د بندو دروازو تر شاه به ترسره شي، انګلېنډ پکې ټاس ګټلی او د لومړۍ توپوهنې فیصله یې کړي.
د دواړو هیوادونو ترمنځ به څلور ټېسټ، پنځه شل اوریزه او درې یوه ورځینۍ سیالۍ ترسره شي.

د هندوستان لپاره پدغه لومړۍ سیالۍ کې: روحیت شرما، شوبمن ګېل،چیتېشور پیوجاره، ویرات کهولي(لوبډلمشر)،اجینکي ریحاني، ریشب پنټ، واشینګټن سونډر، ریويچندرن ایشوېن،شهباز ندیم، ایشنټ شرما او جیسپرېټ بومرا شامل دي.

د انګلستان لپاره بیا په لومړۍ سیالۍ کې ډون سیبلي، روري برنس، ډن لارونس، جیو روټ)لوبډلمشر)،بین سټوکس، اولي پاپ، جوس بټلر،ډم بېس، جوفرا ارچر، جک لېچ او جېمز انډرسن شامل دي.

د یادونې وړ ده چې د هند او سیال انګلنډ ترمنځ راتلونکو لوبو کې ننداره کوونکو ته هم په لوبغالي کې د ننه د لوبو ننداره کولو اجازه ورکړل شږي، خو لومړۍ سیالي بیا د بندو دروازو تر شاه ترسره کیږي.