د افغانستان د سرو طلاوو حاصلات نږدې ۲۱ ټنو ته ورسېد

روهي (څلور نۍ/۱۵ د سلواغې)، د کرنې وزارت د وروستیو مالوماتو له مخې د هېواد د زعفرانو «سرو طلاوو» سږني حاصلات نږدې ۲۱ ټنو ته رسېدلی دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي: " د زعفرانو ۴۰۷ ننداریزې کروندې جوړول، ۸۶۰ زعفران کارو مېرمنو ته روزنه ورکول، یو زر او ۸۸۸ نارینه و زعفران کارانو ته روزنه ورکول، زعفران کارانو ته په کرونده کې د ۲۰ روزنیزو برنامو ایجاد، د ۲۹ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د هرات په ولایت کې د زعفرانو د څېړنیز انسټیټوټ ودانۍ جوړول او د زعفرانو ۱۸۵ زره او ۵۰۰ کیلوګرامه پیازو وېشل، په ۱۳۹۹یم کال کې د زعفرانو د کرکېلي د پراختیا او دودولو په پار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کړنې دي".

رستمي زیاتوي چې:" په ۱۳۹۹یم کال کې په نږدې اووه زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوې و چې له دې ډلې د هرات په ولایت کې اووه زره او ۳۱۷ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوې و او په ټولیزه توګه د نورو ولایتونو په نږدې ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي".

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې هرات، بلخ، فاریاب، کندز، فراه او دایکندي هغه ولایتونه دي، چې د هېواد تر ټولو ډېر زعفران تولیدوي.