په پاکستان کې داقتصادي کړکیچ له کبله دنوو زیږیدلو ماشومانو وژنه زیاته شوې ده

په کراچۍ کې دعبدالستار ایدهي خیريه ټولنې دوه داسې ماشومان وموندل ،چې دغځولو په صندوق کې غورځول شوې و ددې خیریه ټولنې یو کارکونکې محمدسلیم ،چې دا ماشومان ېې لمبول وايي : دا دوو ورځو ماشومان دي ،چې په لوی لاس وژل شوې دي .
په پاکستان کې دنوو زیږیدلو ماشومانو مړینه داندېښنې ترکچې مخ په زیاتیدو ده په دې مسلمان ! هېواد ،چې دشرعي واده له چوکاټ بهرد اولاد زیږول ناوړه کار دی او دزنا سزا مرګ ده .
په 2010 ز کې دنوو زیږیدلو ماشومانو مړینه 1210 ته رسیدلې همدا شمېره بیا په 2009 ز کې 999 او په 2008 ز 890 وه البته دا شمېرې دعبدالستار ایدهي دخیریه ټولنې دي . دټولنې دراپور له مخې دډېرو وژل نوو زیږیدلو ماشومانو له یوه اونۍ نه دي اوښتي .
دعبدالستار ایدهي خیریه ټولنه وايي : د2010 ز په وروستۍ میاشت کې نږدې 40 ماشومان وموندل شوو ،چې میندو ېې دلویو لارو په واټونو کې غورځولې و .
دعبدالستار ایدهي موسسې داسې پوسټرونه په ګرده کراچۍ کې پر دېوالونو لګولې دي : مه ېې وژنې دلته ېې پریږدې . ټولنه زیاتوي : خلک له دې ماشومانو ځکه ځانونه خلاصوي ،چې دا ماشومان ناشرعي دي ، خو ددې کوچنیانو څه ګناه ده دا خو بې ګناه دي یوازې مینې ته اړتیا لري .