
روهي (درې نۍ/۱۴ د سلواغې)، له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې خبرې کوونکی پلاوی وايي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د شوې هوکړې اړوند به د اوسنی حکومت ځای ناستی يو اسلامي حکومت وي.
د طالبانو د مرکچي پلاوي يو غړي سهيل شاهين په يوې رسنيزې ناستې کې ويلي دي، چې اوسنی حکومت د دوحې هوکړې اړوند له منځه ځي، اسلامي حکومت به یې ځای ناستی کيږي او دې سره به هېواد کې سوله راځي.
د شاهين په وينا، چې افغانستان کې ديوې اسلامي حکومت د جوړېدو په اړه له ايراني او روسي چارواکو سره هم خبرې او مشورې شوې دي.
له سهيل شاهين وړاندې د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال عباس ستانکزي ويلي وو چې اوسنی حکومت د سولې پر وړاندې خنډ او که چېرې اشرف غني استعفا ورکړي، نو دوی سوله کوي.