رحماني: د اجمل احمدي په لاسليک نوي چاپ شوې افغانۍ نه منم 

روهي (درې نۍ /۱۴ د سلواغې)، د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني وايي چې دوی ته هغه نوې چاپ شوې افغانۍ چې د افغانستان بانک د رئيس په توګه پرې د اجمل احمدي لاسليک دی د منلو وړ نه دي. 

نوموړي ويلي دي چې د ولسي جرګې ډېری وکيلان وایي چې اجمل احمدي له ولسي جرګې د بارو رايه نه ده اخېستي او دی دا حق نه لري چې پر بانکي نوټونو لاسليک وکړي. رحماني پر حکومت غږ کړی چې د افغانستان بانک د نوي رئيس تر ټاکل کېدو دې، د افغانيو چاپ وځنډوي. 

نوموړي پر عبدالله عبدالله هم دا نېوکه کړې ده چې بايد د سولې خبرو، د ميدان وردګ بهسود ولسوالۍ وروستۍ پېښې، له حامدکرزي نړيوال ډګر څخه د قاچاق په اړه بايد چوپ پاتې نه شي.