اندړ: طالبان د جمهوريت په چتر کې راتلی شي خو شرط لري 

روهي (درې نۍ/۱۴ د سلواغې)، د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي چې طالبان يوازې هغه وخت د جمهوري نظام برخه او د چتر لاندې راتلی شي، چې دوی له نورو بهرنيو ډلو سره اړیکې پرې او خپل جوړښت د يو سياسي جريان په ډول تغير کړي. 

 يادې شورا وياند رحمت الله اندړ په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "..... جمهوريت په خپله دا مفهوم لري چې د سیاسي جوړښتونو هر تشکیل په کې ځاییدای شي. که طالبان د جنګي او ټروریستي بانډ پرځای د تفاهم او سیاسي فعالت په یوه جریان بدل شي. طبیعي ده چې د جمهوریت په چتر کې شاملېدای شي."

اندړ په داسې وخت کې په جمهوريت کې د طالبانو د ادغام وايي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال عباس ستانکزي اوسنی نظام د سولې پر وړاندې خنډ او د ولسمشر غني‌د استعفا یې ويلي وو.