د امریکا ولسمشر جوبایډن بهرنۍ پالیسۍ اعلانوي ستاسو د افغانستان په اړه هیله څه ده؟

روهي ( دوه نۍ/ ۱۳ د سلواغې )، ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن د وینا په ترڅ کې د خپلې ادارې د بهرنۍ پالېسۍ مهمې برخې اعلان کړي.
 
بایډن له دې مخکې ویلي و چې د مخکېنۍ د ټرمپ د ادارې د څلور کلنې پالېسي لوری به چې لومړۍ امریکا باندې ولاړه وه، بدل کړي او د نړۍ له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره به د متحده ایالاتو اړیکې بېرته اعاده کړي.
 
د بایډن د ادارې د یوه چارواکي له قوله چې امریکایي ان بي سي نیوز او سي اېن اېن ته‌یې خبرې کړي ویل شوي چې بایډن به په دې وینا کې پر دې چ امریکا پ ه نړۍ کې کوم ځای لري، تمرکز وکړي.