دامریکا دښکلا ملکه 17 کلنه ده


په امریکا کې دنبراسکا ایالت استازۍ 17 کلنه تیریسا سکانلون د2011 ز لپاره دامریکا دښکلا ملکه شوه نوموړی په هغه غونډه کې له ونډې اخستې وروسته دا لقب وګاټه ،چې دشنبې پر ماښام په لاس فیګاس ښارګوټي کې جوړ شوې و .
دا به تېرو 90 کلونو کې لومړی ځل دی ،چې یوه 17 کلنه پیغله دامریکا دښکلا دملکې لقب ګټي له ګردې امریکا څخه 52 نجونې ددې لقب دګټلو لپاره راټولې شوې وې اوس به دښکلا دا 17 کلنه ملکه ددې لقب سربېره 50 زره ډالر او په ګرده نړۍ کې وړیا چکر ووهي .
دیادونې ده ،چې په 1921 ز کې دکولمبیا له ایالت څخه مارګریت جورمان دا لقب په 15 کلنۍ کې ګټلې و .