عطا: د حکومت پر وړاندې د ولسي جرګې له دريځ او ودرېدو ملاتړ کوم 

روهي (يوه نۍ/۱۲ د سلواغې)، د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرائيوي رئیس عطا محمد نور د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د وروستيو اختلافونو په اړه ويلي دي چې دی د ملت د کور يا ولسي جرګې د درېځونو ملاتړم کوم. 

عطا محمد نور پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د قدرت د انحصار او استبداد پر وړاندې د ولسي جرګې دا ډول دريځ د ستاينې او ملاتړ وړ دی او وکيلانو دا وښووده چې دوی په رېښتيا د ولس استازي دي. 

له عطا محمد نور وړاندې د جمعيت ګوند مرستيال احمدضياء مسعود هم ويلي چې دا ولسي جرګه ده چې د ولسمشر غني بې پولې صلاحيتونه او واک به راکم کړي او د ملي شتمنيو د چور مخه به ونېسي. 

د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې د تصويب په اړه د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ جنجال رامنځ ته شوی او دا دویم ځل دی چې ولسي جرګه‌په غوڅ اکثريت سره د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه ردوي.