ولسمشر غني: د جنایي جرمونو د مخنیوي په برخه کې کار شوی، خو کافي نه دی

روهي (يوه نۍ/۱۲ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمداشرف غني د هیواد د امنیتي او دفاعي سکتور اصلاحي برنامو د ارزونې په لړ کې نن سهار د کورنیو چارو وزارت مسوولینو سره په غونډه کې د یاد وزارت عمومي وضعیت او اصلاحي برنامې وارزولې.

جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، د جنایي جرمونو د مخنیوي په برخه کې کار شوی، خو کافي نه دی او باید دغه برخه لاپیاوړې شي. د قانون نافذول د ملي پولیسو مکلفیت او لومړیتوب دی.

نوموړي همدا ډول  په هیواد کې دننه او د اړتیا پر مهال له هیواده بهر د پولیس ټپیانو د درملنې او همداراز د پولیسو د ۳۰۰ بستریز روغتون د خدمتونو او ظرفیت لوړولو او د ملي پولیسو د روغتیایي پرسونل د لازیاتې روزنې په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

افغان ولسمشر د کادري سیستم پر معیاري کولو او د کورنیو چارو وزارت د بېلابېلو برخو پر دیجیټلي کولو هم ټینګار وکړ.