ويښې شپې
ورځې موتیرې کړې په خوب ویښې موشپې پاتې شوې
ځکه اغیارلاړترمنزل زموږقافلې پاتې شوې
تندې اخیستي ور روان یودسراب په لوري
څیرمه ترڅنګ مودچینې اوبه رڼې پاتې شوې
دبل پرسرباندې ږدوپښه خوځانته ژوندجوړوو
غم دعقبا دی رانه هیر،رانه سجدې پاتې شوې
زاهدپه یوه پیاله تسل نه کاویالې یې غواړي
هسې په حرص کې دساقي ترې پیمانې پاتې شوې
ورنه لټون کې دجنت دغونډومنډوحورو
ددې دنیاداښکلې پیغلې سپينې سرې پاتې شوې
ارمان دی لاړل شول پناه هغه ښاغلي خلک
اوس انسانیت شرافت نشته بس پیسې پاتې شوې
هغه چې لاړل ښه یابدوو بیرته نه راګرځي
دچانه بدې خاطرې دچانه ښې پاتې شوې
بس (منتظره) دجنت غم خوره جومات ته مخ کړه
لاړه ځواني نورې دعشق مینې کیسې پاتې شوې
12/05/08
پیښور
وروستي