زه ګل ،ګل دصحرا وم
په بيدياکې لوييــــدمه
نه ښــکلا دچـادبڼ وم
نه اميـــــل دچادغاړې
بې خبره دګلــدان وم
نه اوبه چاراکـــــــــولې
نه ويالې مې پيژندلې
نه محتاجــه د باران وم
وچې شونډې لندوې مې
دګهيځ پرخې پرڅاڅــکو
دسهارتنکي نســـيم به
زه له خوب راويښــــولم
دسپــــــــيرې بيديابلبلو
به په شونډوښـــــکلولم
څوګړی څوشيبې ژوندوو
په خوښـــــۍ مې تيرولو
خو!
چارابيل کړم چاجداکړم
له سپيرې خړې بيديانه
شين خالۍخړې خيرنې
پونده جينې له څنګه
دشپونکي له دږوګوتو
له پګړۍ اوشملې دنګه
زيب زينت يې دخپل ځان کړم
دګملې يې بنديوان کړم
نه نسيم راباندې لګي
نه نغمې دبلبل اورم
نه دلمروړانګې ځليږي
نه خوپرخه رااوريږي
بس بې خونده يوژوندون دی
چې پرماباندې تيريږي
27/5/2008
پيښور
وروستي