درنودوستانو
ستاسې دلابریوپه هیله دادی خپل یوشعردرليږم
ياره منــــــــــــــــــــــــمه
ياره منمه چې په مينه کې خوندونه ډيردي
خووير،ژړاهم پکې شته پکې غمونه ډيردي
ښکاري ساقي دي اوريدلي دزاهدله مرګه
چې يې محفل دی داسې تودپکې جامونه ډيردي
پښتون خوهغه وخت لاخدای بې اتفاقه خلق کړ
چې قبيلې پکې بې شماره اوخيلونه ډيردي
خدايږوحيرانه يمه خلکو زه داخپل زړګي ته
څنګ يې ذغملي دبيلتون دومره غمونه ډيردي
لکه چې شمارڅوک داسمان دستورونشي کوی
هسې مې ايښي بيلتانه په زړه داغونه ډيردي
داچې موږخواريوله اغياره ګيله هسې کوو
يوهم مثقال راکې پيدانشوسيرونه ډيردي
دپلارنيکه پرغيرت وياړوخوخپل هيڅ هم نه يو
په نوروخاندوخوپه ځان کې موعيبونه ډيردي
يودمثقال اودچيټکه هم وړوکي ا وسپک
وايولګيايوچې په موږکې صفتونه ډيردي
خدايږوداتاومې وودزړه ترخولې مې ووتلو
چاوييل !؟هسې منتظرسره شعرونه ډيردي
2/8/08
پيښور
وروستي