خدایه! یوه ګوله!  لنډه کیسه  

ښځې د ماخستن لمونځ وکړ له کوټې د باندې ووته تیاره وه، له لرې د سپو کړونچا راتله، اسمان ته یې وکتل، خپل زوی ور یاد شو؛
نیمه شپه وه، له خپله جایه یې ورو اواز وکړ: 
ـ ادې! 
ښځه ویده وه
بیا یې وویل:
ادې!
ښځې خوبولی اواز وکړ:
ــ همم څه وی(وایې)؟  
ــ اوبه چیښم (څښم)

ښځه په تیاره کې تر دهلیزه په ټالۍ ټالۍ ووته، په یوه شیبه کې د هلک سر ته د اوبو له ګیلاس سره ودریده، هلک سړې اوبه وڅښلې، د خپلې مور د دې احسان په خوند کې یې له کړکۍ د باندي اسمان ته وکتل، خوند یې ورکړ 

ـ ستورو ته یې ګوته ونیوه، و یې ویل:  
ـ ادې الته ګوره څونه (څومره)ډیر ستوري دي، دا به دي چا وي؟ 
ښځه خندنۍ غوندې شوه، کیناسته د پراته هلک سینې ته یې سر نیږدې ونیو د هلک په نیولې ګوته پسې یې پورته وکتل، په مینه یې وویل:
 دا ټول دي تا دي ...

ښځه ځانته متوجه شوه د باندي یوازي ولاړه وه، له ځان سره یې وویل:
 ــ آه! زویکیه د بخت ستوري دي کم مه سه، ښځه له انګړه کوټې ته روانه وه زوی یې تر سترګو سترګو کیده، له ځان سره یې کړه: 
ــ اوس به چیرته یې زویکیه!

ښځې بیا پورته اسمان ته سترګې ونیوې ، لاسونه یې د ټیکري په پلو پټ د دُعا په نیت ونیول:
خدایه د ټولو مسافرو نیګاوان (نګهبان) شې، خدایه یوه ګوله د الالو (حلالو) په خپل کور ورکړې.
پای