د پاکستان د بهرنيو چارو وزرات مرستيال نن کابل ته راځي

 
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سلمان بشير نن د افغانستان حکومت په بلنه کابل ته راځي. ټاکل شوې چې نوموړی به هغو خبرو ته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا لپاره پيل شوي ، په کابل کې ادامه ورکړي.
په ترکيه کې د ولسمشر کرزي او ولسمشر زرداري تر خبرو وروسته هڅه کيږي ، د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي پياوړې شي او هندوستان له همدې درکه ډېر اندېښمن ښکاري ،چې کابل ته دهند د بهرنيو چارو وزير د سفر پر مهال دا اندېښنه ښه په ډاګه شوه.