ترکمنستان د اروپا د ګازو د تامين لپاره چمتو والی وښود

 
دترکمنستان ولسمشر (قربانقلي بردي محمدوف) داروپايي اتحاديې دکميسون مشر (خوزې مانوئل بارسو) ته ډاډ ورکړ، چې ترکمنستان چمتو دی د اروپا د اړتيا وړ ګاز چمتو کړي. محمدوف وويل، چې له ترکمنستان څخه اروپا ته تر ټولو لنډه لار د خزر سمندرګي لاندې د يوه تونل يا نل ليکې تېرول دي.
اروپا هڅه کوي د روسيې پر ګازو خپل تړاو را کم کړي او د (توبوکو) د پروژې په نامه له منځنۍ اسيا څخه خپل د اړتيا وړ ګاز ترلاسه کړي. بارسو دهمدې موخې لپاره منځنۍ اسيا ته سفر پيل کړی او لومړی اذربايجان او بيا ترکمنستان ته راغلی. د توبوکو د پروژې په مرسته به اروپاله منځنۍ اسيا څخه د کال 31 ميليارد متر مکعب ګاز ترلاسه کوي.