پکتیا کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د ۲۳۸ پروژو چارې بشپړې شوې

روهي (پنځه نۍ/۹ د سلواغې)، د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت اړوند د ۳۵۴ پروژو له ډلې د ۲۳۸ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي او د پاتې ۱۱۶ نورو پروژو چارې هم نږدې ۹۵ سلنه بشپړې شوي دي، چې په نږدې راتلونکې کې به یې پاتې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس انجنیر محمدالدین مومند وایي، چې د یادو پروژو له ډلې ۸۱ پروژې، چې ۴۱ یې د پیازو او ۴۰ یې د کچالو زېرمه تونونه دي د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې «HVCDSP» له لارې پلي او رغنیزې چارې یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي. 

دغه راز د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لارې ۲۷۳ پروژې پلي شوي، چې په کې د کچالو ۹۹، د سپینو پیازو ۵۱ او د سرو پیازو ۲۷زېرمتونونه، د مڼو ۵۹ صفردرجې سړې خونې او ۳۷ ممیزخونې جوړول شامل دي، چې له دې ډلې د ۱۵۷ پروژو رغنیزې چارې بشپړې شوي دي او د پاتې ۱۱۶ پروژو چارې هم د بشپړېدو په درشل کې دي، چې ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته په وسپارل شي.

د چارواکو په وینا، چې د دغو پروژو ټولیز لګښت ۲۸۲ میلیونه او ۸۶۹ زره ۴۵۲ افغانۍ ده، چې ۹۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت او لس سلنه لګښت یې برخمن شوي بزګرانو او بڼوالو ورکړي دي او د زرګونه ټنه پیازو، کچالو، مڼو او انګورو د ساتنې او خوندي کولو وړتیا لري.