ولسمشر غني: فساد سره د مبارزې برخه کې هیڅ راز لټي او غفلت د منلو نه دی

روهي (پنځه نۍ/۹ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټولو دولتي ادارو او ارګانونو ته نوې لارښوونه کړې چې فساد ضد مبارزه کې له بین المللي ټولنې سره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د تعهداتو په رڼا کې جدي او غوڅ ګامونه واخلي او باید پوه شي چې په دې برخه کې هیڅ راز لټي او غفلت د منلو نه دی.

ارګ دغه څرګندونې په يو خبرپاڼې کې خپرې کړې او ويلي دي چې د روڼتیا بین المللي سازمان (Transparency International)  په راپور کې افغانستان د تېر کال په پرتله د فساد پر وړاندې مبارزه کې پرمختګونه کړي. 

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼې کې لېکل شوي دي،  "د روڼتیا بین المللي سازمان (Transparency International) د ۲۰۲۰ کال د راپور پر بنسټ، افغانستان اداري فساد سره د مبارزې بین المللي درجه بندۍ  (CPI) کې د ۱۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د تېر کال په پرتله، اته درجې صعود کړی دی." 

د روڼتیا بین المللي سازمان دغه راپور په داسې وخت کې خپريږي چې ولسي جرګه د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې، د افغانستان بانک او د حکومت په نورو برخو کې د پراخه فساد وايي.