د چارو ادارې د ۱۸ ډوله غوښې نوملړ ؛ دا کوم - کوم ډوله غوښې دي؟ 

روهي (درې نۍ/۷ د سلواغې)، له تېرو دوه اوونيو د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې له خوا د هغه قراردادونو موضوع چې د اتلس ډوله غوښې په کې ويل شوي دي، رسنيزه شوې ده. 

دغه موضوع د لومړي ځل لپاره د ولسي جرګې ځيني وکيلانو راپورته کړه او ګوتڅنډه يې دا وه، چې د افغانستان په ډول يو غريب او په بهرنيو مرستو ولاړ هېواد کې په يوې دولتي ادارې کې د اتلس ډوله غوښو خوړل، بې عدالتي ده. 

د ماليې پخواني وزير عبدالهادي ارغنديوال هم تېره ورځ کابل کې يوې رسنيزې ناتسې کې وويل چې ده هم د کابينې په ناسته کې له پورته قرارداد سره مخالفت ښوودلی وو او د نوموړي د ګوښه کېدو له لاملونو يو هم دا دی. 

د ولسي جرګې ځينو غړو د اتلس ډوله غوښې نوملړ خپور کړی دی چې د پسه، غوا، فيل مرغ، چرګانو  او مړزانو د وجود بيلا بېلو برخو کې په کې شاملې دي.