د انټرنېټي بريدونو له امله چين ته درې ميليارده زيان واوښت

د(چينا ډېلي ) ورځپاڼه د چين د مالوماتي ټکنالوژۍ د ادارې په حواله ليکي ، چې انټرنېټي بريدونو تېرکال چين ته درې ميليارد ډالره زيان اړولی دی. رپوټ وايي، چې تېرکال انټرنېټي بريدونه په دې بريالي شول ، چې 44 ميليونه شخصي کمپيوټرونه له کاره وغورځوي. بريد کوونکو چې ځانونه يې د کاروونکو د شخصي دوستانو په توګه معرفي کول ، بريالي شوي چې پاسورډونه( پټ نومونه) ترلاسه کړي او د خلکو شخصي کمپيوټرونو ته ننوځي. زياتره د هغو خلکوکمپيوټرونه تر بريد راغلي ،چې د انټرنېټ له لارې بانکي فعاليتونه ترسره کوي.
چين دنړۍ تر ټولو ډېر انټرنېټ کاروونکي لري او د انټرنېټ کاروونکي يې په 2009 کال کې له 167 ميليون څخه 370 ميليونو ته ورسېدل.