يو افغان پوليس د امريکايي سرتېري له خوا ووژل شو

د ايساف مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال د يوه امريکايي سرتېري او افغان پوليس تر منځ شخړه رامنځته شوه. د شخړې په پايله کې امريکايي سرتېري دوه ځلې پر افغان پوليس ډزې وکړې او هغه يې وواژه. ايساف وايي ، چې د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.
د يادونې وړ ده چې په وروستيو وختو کې د افغان ځواکونو او بهرنيو پوځيانو ترمنځ شخړې زياتې شوي ، چې د يو څو پېښو په ترڅ کې افغان سرتېرو پر بهرنيو پوځيانو ډزې کړي او هغوی يې وژلي دي. او په ځينو نورو پېښو کې بيا بهرنيو ځواکونو پر افغان ځواکونو بمبارۍ کړي او يا يې هم په لوی لاس وژلي دي.