متحده عربي اماراتو او اسرائیلو په خپلو منځونو کې سفارتي اړیکې پېل کړې

روهي (دوه نۍ/۶ د سلواغې)، د متحده عربي اماراتو او اسراییلو هېوادونو ویلې چې دواړو هېواړونو د یو بل په پلازمینو کې خپل سفارتونه پرانیستي دي.

د اسرائیلو حکومت له متحده عربي اماراتو سره تر اړیکو جوړیدو وروسته تازه په دې هېواد کې د خپل سفارت  پرانیستی او ویلې، یې دي چې د ديپلوماتیکو اړیکو د لا ښه کېدو لپاره به هڅې پيلېږي. 

بلخوا د دواړو هېوادونو د سفارني اړیکو په تړاو متحده عربي اماراتو هم ویلی دي چې دوی په اسراییلو کې خپل سفارت پرانیستی دی او رسماً یې کارونه پيل کړي دي. 

په تېر ۲۰۲۰ز کال کې د امریکا په منځګړیتوب د اسراییلو او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې عادې شوې او په خپلو کې یې سوداګریز پروازونه پيل کړل چې دا چاره د ګڼو مسلمانو هېوادونو له نیوکو سره مخ شوه.