د احمد شاه بابا د مور زرغونه انا د زړورتیا کیسه

د اکادمیسین رشاد د احمد شاه بابا د مور زرغونه انا په هکله لیکلي چې هغه پښتون قوم  ډیر هوښیاره با تدبیره او د قندهار الکوزي قوم پورې منسوبه ښځه وه.

د احمد شاه دراني د پادشاهۍ په اتم کال یعنې په ۱۱۶۸ هجري شمسی کې د مشرانو یوه جرګه را وغوشتله چې د قندهار د نوی ښار د جوړولو لپاره تصمیم ونیسي چې دغه ښار څو حصاره او قابل د قبول وي.

یوه ورځ په ناڅاپي توګه زرغونه انا جرګې ته راغله چې ټول حاضرین د احمد شاه بابا په شمول ټول له خپل ځایه ورته پاڅېدل.

احمد شاه د خپل مور څخه پوشتنه وکړه:  مورې، څنګه مو جرګې ته تشریف راوړى؟
انا ځواب ورکړه:  اوریدلي مې دي چې تاسې په نظر کې لرئ چې یو شار دې جوړ شي چې اوه حصاره ولري،  راغلمه تر څو خبر شمه چې ایا دا خبره حقیقت لري او جرګه دغسې تصمیم نیولی؟ 

احمد شاه بابا ځواب ورکړ : چې هو مورې،  جرګه فیصله کړې چې د نادر اباد پر ځای چې د قندهار د خلکو د ماتې نښه ده یو نوی ښار اباد کړو چې پخپل شا او خوا کې اووه حصاره ولري تر څو د افغانستان پایتخت یې کړو او په هغه ځای کې ژوند وکړو.

زرغونه انا خپل زوی او د جرګې غړو ته په خطاب کې وویلې: هېواد،ښار او خلک په اووه غیرتمند سړو باندې ساتل کېږي نه په لوړو حصارو باندې!  که چېرې سړی شتړن ولري او خلک په خیمو کې ژوند هم وکړي د خپل هېواد څخه ساتنه کولای شي او که چېرې سړی شتون ونلري په اووه حصاره څه چې په سل حصاره هم ځان نشي ساتلی.

بې ځایه ځوانان مه ستړي کوئ، یواځې یو ښار جوړ کړئ چې یو دیوال ولري تر څو خلک پکې ژوند وکړي، د هېواد ساتنه اووه کسانو ته وسپارئ. احمد شاه بابا او د جرګې غړو ددې خبرو په اوریدلو سره د تسلیمۍ سرونه ټیټ کړل او پر خپل مخکيني نظر یې تجدید نظر وکړ. احمد شاه د نوی ښار بنسټ کېښود او د خپل مور د نظر په اساس هماغه یو دیوال یې ورته جوړ کړ.

اکادمیسین رشاد د زرغونه انا یو بل د غیرت په کله روایت کوي : د هند پاني پټ فتح کولو په خاطر د احمد شاه بابا لشکر کشۍ او هلته جګړه تقریبآ یو کال ونیوه چې په کندهار کې اوازه خپره شوه چې ګواکي احمد شاه بابا د پاني پټ په جګړه کې ماتې او بیرته د خپل لښکر سره د کندهار پر لور روان شوی، چې دغه اوازه په ټول کندهار کې خپره شوله.

زرغونه انا ددغې خبر او اوازې خنثى کولو په خاطر  جارچیانو ته دنده ورکړه تر څو په ښار کې جار ووهي او خلکو ته ووایي چې په فلانۍ ورځ او په فلانۍ ساعت شاهي ارګ (ماڼۍ)خواته راشي. د ښار ټول خلک د ارګ مخې ته راټول شول او زرغونه انا د خلکو حضور ته راغله او خلکو ته یې وویل:  ای د کندهار با غیرته او سرلوړي خلکو خبر شوم چې په ټول ښار کې اوازه ده چې احمد شاه د هندوانو لخوا ماتې خوړلې او بیرته هېواد خواته راستون شوی.

تاسو ته وایم چې زه احمد شاه له تاسو ښه پېژنم هغه مرګ قبلوي خو ماتې هېڅکله نه مني. تاسو ته اطمینان درکوم چې هغه به کندهار ته په سرلوړي او د لاسته راوړنو سره وطن ته راستون شي نو هیڅکله دروغو اوازو ته ترجیع مه ورکوئ. خلکو ددې خبرو په اوریدو سره بیرته خپلو کورونو ته لاړل او د خپلو اولادونو لیدلو ته په انتظار ول.

د څو اوونۍ په تیریدلو سره سره کندهار ته د احمد شاه بابا د راتګ خبر خپور شو او خلکود اټنونو او خوښۍ سره شار ته را ووتل.  دا چې له ټولو مخکې زرغونه انا خبره وه نو بیا يې خلک را وغوښتل او وویلې:
ما تاسو ته پخوا هم ویلي و او اوس هم وایم ای!  د کندهار غیور او با غیرته خلکو احمد شاه د یو پښتنې مور شیدې رودلي دي هغه ستاسو اولادونو غوندې شجاع او با غیرته دی. هغه مرګ ته په ماتې ترجیح ورکوي،  تر هغې چې په مکمله توګه هند فتح نکړي بیرته کندهار ته نه راځي. 

اوس احمد شاه د خپلو زړورو او شجاع لښکر سره د بریالیتوب سره د کندهار پر لور را روان دى او ډیر ژر به له خپلو زړورو اولادونو سره یو ځای شئ.

خلکو په خوښۍ، ډولونو او اټنونو سره د احمد شاه بابا او لښکر مخې ته لاړه او په دې توګه د خپلو اولادونو سره یو ځای شول احمد شاه بابا دارالسلطنه کندهار شاهي ماڼۍ ته داخل شو.

مرحوم رشاد لیکلي چې د زرغونه انا ګنبد مقبره په کندهار کې د ویجاړیدو په حال کې ده او دا د دولت دنده چې تر څو دغه یادګار تاریخي ځای د ورانیدو څخه وژغوري او هغه دې د یو هوښیارې او با تدبیره مور په یادګار سره ترمیم او له ويجاړیدو څخه وژغوري.

نوټ:  د زرغونه په نوم اوسمهال په کابل کې او د افغانستان په ګوډ ګوډ کې د مختلف ساحات په نامه دي چې کابل کې د انجونو یو عالي لیسه د همدې باتدبیره ښځې په نامه ده.