ډاکټر ناکامورا د چاپان هېواد اوسېدونکی و او له کلونو کلونو راهېسې د افغانستان، ننګرهار ولایت کې رغنیزې کارونه یې ترسره کول.
له دې مخکې دده ورور د ننګرهار ولایت په ښېوه او کامه ولسوالیو کې رغنیزې پروژې پېل کړل چې زرګونه جریبه ځمکې ابادې او کرنیزې کړل، استنادي دیوالونه یې جوړ او لوی پارک چې د اوسمهال هم د چاپاني پارک په نامه شهرت لري په ښېوې ولسوالۍ کې جوړ کړ، چې اوس مهال د ننګرهار اوسېدونکو اعلاوه د افغانستان د مختلفو ولایتونو وګړي ددې پارک لیدو او د چکر لپاره دغه پارک ته راځي او خپلې میلې او ذهني ارامتیا لپاره وخت تېروي.
خو ورور یې هم د بې وجدانو لخوا ووژل شو او ګېر ارمانونه یې له خاورې سره خاورې شول، چې د ورور له مړنې وروسته خپله ډاکټر ناکامورا افغانستان ته راغی لو د خپل ورور پاتې ارمانونه یې بغیر له کومې سیاسي موخې ترسره کړل.
ناکامورا او افتخاري تابعیت
ډاکټر ناکامورا ته د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا ددې د کړو خدمتونو له کبله افتخاري تابعیت ورکړل شو، چې د هېوادوالو لخوا د تود هرکلي سره مخامخ شو.
د ننګرهار ولایت والي باید مکلف دی، چې د ننګرهار امنیتي اورګانونو مسولینو څخه د پوښتنه وکړي، چې د ننګرهار ولایت مقام په څو مترۍ کې ولې د هېواد بیارغونې اتل وژل کېږي او د یادې حوزې مسولین دې له دندې ګوښه او جدي پلټنې ترې وکړي، که چېرې د یادې حوزې امنیتي مسولین ګوښه او یا هم پلټنې ترسره نشي نو د ننګرهار ولسونه نه یواځې چې په محلي حکومت بې باوره شي بلکې یادې پېښو په شان نورې پېښې هم ترسره شي.
وروستي