د جرمني ځانګړي ځواکونه په شمال کې افغان پوليسو ته روزنه ورکوي

د جرمني د شپيګل مجلې د رپوټ له مخې دجرمني ځانګړي ځواکونه (کې اس کې) د افغانستان په شمال کې پوليسو ته روزنه ورکوي، چې څنګه دطالبانو مشران ونيسي. کې اس کې داسې ځواکودنه دي ، لکه د برتانيې ځانګړي هوايي ځواکونه او يا د امريکې سپېشل فورس. لومړنۍ ډلې ته چې روزنه ورکړل شوه ، اوس په کندز کې ګومارل شوې ده. د رپوټ له مخې د کورنيو چارو وزير بسم الله خان له جرمني ځواکونو څخه غوښتنه کړې ده ، چې دبلخ او بغلان لپاره هم دا ډول پوليس وروزي.