فساد، فساد دی که د ژوند په هر اړخ کې وي که لږ وي او که ډېر ځکه چې دا په فاعل مفسد پورې اړه لري خو بیاهم فساد، فساد دی په ننني دور کې د ځیني هېوادونو او ډلو په مېنځ کې فساد یو عام کلتور، معیاراو مهارت ګرځیدلی دی دا ډول خلک په نړۍ کې د پاچا له کتګورۍ څخه نیولي ان تر عادي وګړي پورې شتون لري چې د نړۍ په سطحه په ټولنو اونظامونو کې د زنزیر د کاړیو په حېث فعلیت لري چې هرغړی یې دخپلې سویې ،مسلک او مقف سره سم فساد ته لاس غزوي که پورته معیار او مهارت (فساد) ونه لرې په یاد زنزیر (ډله) کې ځای نه لري، دا ډله خلک په د فکر او عقیده دي چې که نوره نړۍ او مملکت اور اخلي ،انسانان او کاېنات په وینو لمبیږي خو موږ باید موقف، واک، قدرت لاس ته راوړو او په واک کې پاتې شو ترڅو خپل نامشروع مفاد خوندي کړو، بنأ دغه ډله خلک باېد په پوره قووت خپلې ګټې، موقف، او نامشرع مفاد یو په بل سره وساتي دنورو پر وړاندې باېد په دستجمعي شکل لکه سپر واوسي په دسیسه او لومه اچولو کې ځانګړي مهارتونه لري، باید د ولس او ټولنې پروړاندې ځانونه سپین او برعکس وښایي، د خپلو جرأېمو ، خرابیو پړا او سزا د هغو پاک نفسه خلکو پر اوږو واچوي چې د فساد او مفسیدینو پر وړاندې مبارزه کوي نو !پوه شئ!
هر هغه څوک چې دفساد په ترسره کولو خپل موقف اوقدرت ساتي د پورته یادې ډلې څخه شمیرل کیږي سره د دې چې دا ډول سراتیژي او تګلاره دنړۍ د هېڅ قانون، بشریت او د هېڅ دین سره اړخ نه لګوي، ځکه چې په خقیقت کې دا په ټوله نړۍ کې هغه ډله او تش په نوم انسانان دي چې دنړۍ ګل رنګی مخ، انسان، حېوان، سمه او غر یې په وینو ولمبول امأ بیا یې هم زلیل نفسونه ماړه نه شول او نه به ترمرګه پورې ماړه شي، د انسان په نوم او جامه کې یې دومره ستر وخشت ترسره او لاهم دوام لري چې انسان یې له جنیاتو او خېواناتو هم ټیټ مغریفي کړ چې په اصل کې دا ډول تش په نوم انسانان باید د اصلاح لاندې ونیول شي او مجبور شي تر څو له دغه ناوړه عمل څخه لاس په سر شي او که بیاهم د اصلاح وړ نه وي باېد په په هر نظام او ټولنه کې د موقف او قدرت څخه لرې وساتل شي، ختی په مخ د ځمکې د ژوند کولو خق هم ورنکړل شي ترڅو د نړۍ پر مخ انسانان او نور مخلوقات دارامۍ ساه واخلي، د ستر خالق د طبیعت څخه خوند واخلي.
وروستي