زه لېـــور نه کړم

چې ریبــارۍ ته راغلل، مور مې ورته وویل: ځــوان زده کړې کړې دي؟
په شرنګه مشهورې ښځې وویل: نه نه، نالوستــی دی دوه کـاله کېږي چې ایران ته تللــی. 
شرنګــې د خپل زوی د ځوانــۍ او ښو خویونو غورې کوې، مور مـې شنه خوله ورته ناسته وه، پوره خوند یې ترې اخیست. د منـجلس پای کې مور ته ورغلم، ومــې ژړل، عــذر او زارۍ مې ورته وکړې، چـې د خدای لپاره بې سواده مېــړه نه کړم، او بل خلک وایې چې د شرنګـې خاله زوی معتــاد هم دی. 

مور مې کونډه وه، روپۍ یې ډېرې خوښېدې نو ځکه یې د خېښۍ په نامه خرڅــه کړم. زرغونه چې زمــا نږدې ملګرې وه راته ویل یې ستـا مور له ټاکلي ولــور یـولک افغانۍ زیاتې واخیستې.

کال وروسته د خسر کـره نــاوې شوم، خاوند مې کور کې نه و، ژوند مې د مـزدور غوندې تېــردو، ډېرې سختـۍ مې تېروې چې کله به وزګاره شومـــه بیا به مې له ځان سره ویل؛ کاشکـــي! خدای ج نه وای پیداکړې.
 
 کیسه به راټوله کړم...!
څــلور کاله پوره شول خو زما د خاوند د ژوند او مرګ هیڅ پته نه وه.
یوه ورځ مې خواښې ته وویـل؛ دا څخلــې خاوند دی چې د مــرګ او ژوند یې هیڅ درک نشته،که رښتیا ژوندی وي نو یو زنـــګ خو دې راته وکا؟ 
ویل؛ معـلومات نلرم، څو کاله کېږي چې ما یې هم غږ نه دی  آورېدلی.
اول ځل مې له خپلې مور نه ګیله وشوه، خـــو ښېـراه مې په خوله نه راتله، وژړېدم ښه وژړېدم  پای هیڅ په لاس را نه غلل.

 همېش به خسر او لېورونو وهلــم، خواښې خو بېخي ډېر ظلمــونه راسره وکړل، یو ځل یې په ټکـري زندۍ کړم نږدې وه چې د ژوند ستوری مې ولـوېږي.

یوه ورځ قضـا مازدیګر پر دیوال ځوړند موبایل وشرنګېدو...!
خواښې موبایل پورته کا، له ځنډ ورسته په ژړاه شوه، ځان یې پر ځمکه ځمکه وهلو په چیغو چیغو کې یې وویل؛ زوی مې ابدي مسافر شو!
غږ مې پرې وکړ؛ ادې!  ادې!  څــــه شوي؟ 
ــ غږ یې ځورونکی و، ساه یې لنډه لنډه کېده بیا یې راته وویل: هوسۍکونډه شوې.
یوه کـریغه مې وکړه نوره ولوېدم، ماښام آته بجې مې په کوټه کې سترګې وغړېدې، چې څلور ښځې راته ناستې او زه په رښتیا سره کونډه شوې وم.

له دې وروسته له سهاره تر ماښامه او ماښام تر سهاره د غمونو سیلۍ وهلم، داسې وم لکه له یوه هېــر شوي خوب نه چې راپاڅېدلې وم او په یوه اوږده خوب بېرته ویده شوې وم.
څو ورځې باد خسر راته کا " لورې خاوند د معتاد و، ستا له کوژدې یو کال وروسته په ایران کې وفات شوی دی، خو هېچا ته یې مالــــومات نه و، کاش هغه وخت خبر وای چې ستا ژوند خو مو نه وای تباه کړی، او بیا یې له اوږده سوچ وروسته وویل: خیر دی هوسۍ! له خـــــدایه مکرره وه ته اوس چرت مه وهــــه."

څلور میاشتې وروسته...!
په ځانګړې کوټه کې ناسته وم چې شرنګ زنځیر خلاص شو، خواښې او خسر نېغ ودرېدل راتــه کا: انګــورې! زموږ نه لورېږي چې بل چاته واده شې په خپل لېوره (تورګل) باندې ځان پټ کړه! 

زما ځواب نه و..! 
تورګل چې تر ټولو بد شکله اوبدغونی انسان و، ببر سر، خیرنې جامې او چټه ږیره یې خرېیلې له تفنګــــــچه سره را ننوت، بیا یې په ډېره غوسه چې له خولې یې ځګـــــونه بادېدل په یوه دمه زما د غوښتلو خبرې پیل کړې.

خو زما ځواب نه و..! 
دلته زما او مرګ تر مینځ فاصــله د سترګو د رپ په کـــــــچه وه، فکر وکړئ کله چې ستاسو یوه مظلـــومه او تنکۍ خور  یوه داسې وحشي حیوان ته په زور نکاح کېږي څه به ورسره وکړئ؟ 

چې هرڅومره چیغې مې وکړې چې زه لېور نه کړم، زه لېــور نه کړم..!
خو زما یتیمې، بې وروره او مظلــومې هوسۍ چیغې هېچا نه اورېدې.

لوړ مازدیګر  له خسر سره د جومات ملا او دوه نور سپین ږیري کـوټې ته ننــــوتل، زه حیــرانه ولاړه وم، له لاس پښو مې دمه ختلـــې وه، له خــــــــولې مې غږ نه شوای ختی، نه پوهېږم چې ګونکۍ شوم که څه بـــلا..؟ 

له لږ ځنډ وروسته، په سرای کې چیغې شوې، تورګله مـبارک مـبارک!
پر ما مړې مړې اوښکې راغلــــــې...
پای