زین العابدین بن علي

 دلاریون او پاڅون څپه دومره زور شوه ،چې 23 کلن ېې اړ کړ ،چې له هېواده پښې سپکې کړي دا به دپوځ په تاریخ کې لومړی ځل وي ،چې ستردرستیز هم دولس خوا نیسي جنرال رشید عمار دولسمشر زین العابدین دا خبره ونه منله ،چې د ټوپک خوله دلاریون ګډونوالو پر لور واړوي او پولیس او پوځ ته ېې امر وکړ ،چې ډز به نه کوې .
هیچا دا اټکل نه کاوه ،چې دپولیس یوه څپیړه ،چې په پلازمینه تونس کې ېې یو ځوان ،چې په لاسي کاډۍ ېې خپله ورځ ګوډوله دولسمشر زین الدین بن علي حکومت ړنګ او نوموړی به له هېواده تېښتې ته اړ کاندي دا په یویشتمه پیړۍ دیو دیکتاتور برخلیک و.
ته وا تقدیر به د بوعزیزي بدن دېته ساتلې و ،چې په تونس کې د( وږو او وزګارو ) پاڅون ته لار پرانیزي او په څو اونیو کې ېې ګرد تونس په سر راواخست او دا جوته شوه ،چې پولیس او امنیتي ارګانونه دومره نه دي ،چې څومره پرې حساب کېدای شو . پاڅون څو ورځې اوږد شو او نږدې 90 تنه ېې وخوړل پاڅون په ډراماتېکه بڼه خپور او پیاوړی شو ان تردې ،چې په کور دننه او بهر ېې دڅارونکو ساه وربنده کړه .
دتښتیدلې ولسمشر الوتکه ،چې کله په سعودي عربستان کې دجدې په نړیوال ډګر ګرځیده تاریخ یو ځل بیا تکرار شو ټېک په همدې تاریخ دتونس لومړنی ولسمشر الحبیب بورقیبة او د زین العابدین سلف دشلمې پیړۍ په څلوېښتمو کلونو کې ګډوال و او دجدې له هوايي ډګر څخه تونس ته راوګرځید ، خو د2011 ز دجنورۍ دجمعې او دشنبې شپه ،چې 14 نېټه وه دزین العابدین لپاره ډېره بې خونده دتونس دولتي تلویزون اعلان کړه ،چې ولسمشر له خپلې کورنۍ سره یو ځای دسعودي عربستان پر لور وتېښتید نوموړی 23 کاله دتونس ولسمشر و دیادونې ده ،چې وړاندې له دې ،چې دنوموړي الوتکه سعودي ته ورسیږي . دفرانسې په ګډون ،چې دتونس دودیز ملګری دی یو شمېر هېوادو دا ونه منله ،چې دولسمشر !! الوتکې ته اجازه ورکړي .
دزین العابدین له تېښتې وروسته دهېواد لومړی وزیر محمد الغنوشي دلنډمهاله ولسمشر په توګه وټاکل شو او په ګرد هېواد کې بیړنی حالت اعلان شو او دا ېې منعه اعلان کړه ،چې دسهار له اوو بجو نیولې دماښام تر پنځو پورې هره هغه ډله ،چې شمېر له 30 ډېر وي سر راغونډ شي .
تونسیان ،چې 23 کاله ورته بن علي دسر په کاسه کې اوبه ورکړې دي قهریدلې او راپاریدلې دي دمحمد الغنوشي ټاکنه ېې ناسمه پریکړه وبلله او له نوموړي ېې وغوښتل ،چې له دندې ګوښه شي ځکه په تونس کې داساسي قانون 56 ماده وايي : دپارلمان رېېس مشر به هغه مهال دولسمشر ځایناستی کیږي ،چې ولسمشر مړ او یا کمزوری شي نه لومړی وزیر او محمد الغنوشي د بن علي له باوري ملګرو څخه دی . زین العابدین هڅه وکړه ،چې په تونس کې دوږو او قهریدلو پاڅون ارام کړي خو ټولې هڅې لکه حکومت ېې ړنګ کړ په شپږو میاشتو کې ېې دپارلماني ټاکنو خبره وکړه خپل سلاکار اودکورنیو چارو وزیر ېې له دندې ګوښه کړ خو اوبه له ورخه تېرې وې ځکه ولس هوډ کړې و چې نورباید زین العابدین نه وي او همداسې وشول . 
تاریخ تکراریږي
په تونس کې دواړو تاریخي ورځو ترمنځ ډېر ورته والې شته ځکه دتونس لومړنی ولسمشر الحبیب دخپل عمر ډېره برخه په سعودي عربستان کې تېر کړې دي او هلته ېې له ملک عبدالعزیز بن عبدالرحمن سره یارانه وه او له همدې ځایه ېې په تونس کې دسلطنت پر ضد هڅې پیل کړې وې کله ،چې په خپلو هڅو کې بریالې شو نو دجدې له هواېې ډګر دتونس پر لور رهی شو اوس شړل شوې زین العابدین هم جدې ته ورغی ، ځکه دتونس وږي ورپسې راپورته شوې دي تاریخ تکرار شو . دسعودي عربستان دپاچا دفتر خبرپاڼه خپره کړه ،چې موږ دزین العابدین او دده کورنۍ میلمه پالنه کوو او الوتکه ېې د عربستان په لویدیځ کې دجدې په هوايي ډګر کې راښکته شوې ده .
دزین العابدین بیوګرافي
زین العابدین د1936 ز دسپټمبر پر 3 مه نېټه په ( بسوسة ) نومي ښار کې نړۍ ته سترګې پرانېستلې دي او په همدې ښار کې ېې لومړنی زده کړې پیل کړه او په تخنیکي انسټیوټ کې ېې بشپړه کړې ده په 1958 ز کې پوځ ته ولاړ وروسته بیا دلوړو زده کړو په موخه دفرانسې سان سیر ښار ته ولاړ او په نظامي برخه کې ېې خپل زده کړې بشپړې کړې دي .
دزین العابدین دندې او مسوولیتونه
- بن علي د تونس په پوځ کې ضابط و په 1964 ز کې دنظامي استخبارانو مسوول وټاکل شو .
- په 1977 ز کې دتونس دملي امنیت رېېس شو .
- په 1980 ز کې په پولینډ کې سفیر شو .
- په 1984 ز کې ددوهم ځل لپاره دملي امنیت رېېس شو .
په 1985 ز کې دملي امنیت وزیر شو .
په 1986 ز کې دکورنیو چارو وزیر شو .
په 1986 ز کې دواکمن استراکي ګوند دسیاسي بیورو غړی ورپسې دګوند مشر هم شو یو کال وروسته بیا دکورنیو چارو له وزارت سربېره دتونس لومړی وزیر شو .
زین العابدین په 1987 ز کې دخپل سلف الحبیب بورقیبة پرضد سپینه کودتا وکړه او دهېواد دولسمشر په توګه راڅرګند شو په 1994 ز کې ېې ټاکنې تر سره کړې او دتونس منتخب ولسمشر شو دا چاره ېې بیا ېې په 1999 ز کې ترسره کړه . په 2002 ز کې په اساسي قانون کې دځان په ګټه سمون رامنځته کړ موخه ېې داوه ،چې د 2004 ز دولسمشرۍ په ټاکنو کې ځان کاندید کړ او 94%4 ېې دبریا سلنه وه بیا وروسته په 2009 ز کې دولسمشرۍ لپاره کاندید شو او دپنځم ځل لپاره دتونس ولسمشر شو ، خو دا ځل ېې دبریا سلنه 89%62 وه .
زین العابدین بن علي دتونس دویم ولسمشر دی او سپینه کودتا ېې په دې پلمه وکړه ،چې الحبیب بورقیبة نور دا سېک نه لري ،چې دهېواد چارې تنظیم کړي ځکه نوموړی زوړ شوی دی .
د1987 ز دمارچ په اوومه شپه بن علي په تلویزون کې راڅرګند شو او دا اعلان ېې وکړ ،چې زما روحي پلار الحبیب بورقیبة له دندې ګوښه شوې دی ځکه اساسي قانون وايي : دبوډاتوب له کبله ولسمشر کمزوری دی او ډاکترانو هم دا خبره منلې ده خو په ار کې بن علي دولسمشرۍ ماڼۍ اوو ډاکتران دېته رامات کړي و، چې دا ډول یو طبي راپور ولیکي په اصل کې دا یوه ډاکتري کودتا وه ،چې دخپل سلف پر ضد ېې وکړه .
په دوېمه ورځ یو شمېر فرانسوي ورځپاڼو خبر ورکړ ،چې یوې کودتا دبلې هغې مخه ډپ کړه دالحبیب بورقیبة مېرمن الماجدة وسیلة غوښتل ،چې دخپل مېړه ځایناستې وټاکي او دې دبن علي سیال محمد الصیاح دېته چمتو کړې و دتونس ولسمشرشي دخبر په پای کې دالحبیب بورقیبة دلور سعیدة ساسي له خولې راغلې و ،چې ماما مې غوښتل زین العابدین له دندې ګوښه او پر ځای ېې محمد الصباح وټاکي .
کورنی ژوند
زین العابدین په 1964 ز کې له نعیمة الکافي سره خپل ګډ ژوند پیل کړ او درې لوڼې غزوة ، درصاف ، سیرین ورپه برخه شوې او درې واړو دتونس له مشهورو پانګوالو او سیاستوالو سره ودونه وکړ ل ، 1980 ز کې ،چې زین العابدین دکورنیو چارو وزیر و دا مهال ېې له لیلی الطرابلسي سره پیژنده وشوه ،چې تازه ېې له خپل مېړه طلاق اخستی و واده وکړ ځکه زین العابدین خپله لومړنی مېرمن نعیمة پرېښې وه . له لیلی څخه دزین العابدین دوه لوڼې وزیږیدلې او بس .
لیلی دزین العابدین دوېمه مېرمن ده په 1957 ز کې زیږیدلې ده پلار ېې په تونس کې دتازه سبزیو پلورنځای درلود نوموړۍ ،چې کله له لومړني ښوونځي څخه فارغه شوه ورپسې د (دلاکۍ ښوونځي ) ته دزده کړې لپاره ولاړه له فراغت وروسته ېې دخلیل معاوي په نوم یو پانګوال سره واده وکړ خو درې کاله وروسته ېې ورځنی جلا شوه او له زین العابدین سره ېې واده وکړ دڅه وخت په تېرېدو دلیلی دکورنۍ غړو د دولت اوحکومت لوړوڅوکیو ته لار وموندله ان تردې ،چې وررو ېې حسن الطرابلسي دتونس هوايي شرکت په ټېکه ونیوه تونسي لیکوال او شنونکي حسن الطرابلسي ته دفاسد انسان په سترګه ګوري ځکه دومره ډېره پانګه ېې په ناقانونه توګه او دخپلې خور له برکته تر لاسه کړې ده.
په 2009 ز کې د( کرتاج ماڼۍ مشره ) ترسرلیک لاندې په فرانسه کې یوکتاب خپور شو لیکوالانو ېې نیکولابو او کاترین ګراسیه له دې پرده پورته کړه ،چې دولسمشر زین العابدین مېرمن لیلی دهر څه واکمنه ده او په هر څه کې ددریځ څښتنه ګڼلې شي دا کتاب تونس ته نشي واردېدلې اونه ېې څوک لوستلای شي کتاب په نااشنا بڼه دلیلی دکورنۍ له پانګې څخه پرده پورته کړې ده .
مېرمن لیلی په تونس کې څو ټولنې رامنځته کړې دي مشهوره ېې د ( بسمة ) په نوم ده په 2010 ز کې ېې د(سرطان مخنیوي ټولنه ) رامنځته کړه .
ویکیلیکس داسې یو لاسوند خپور کړې له مخې ېې دا جوتیږي ،چې د2008 ز دجولای په 23 مه نېټه په تونس کې دامریکا سفیر روبرت جوډیک دبهرنیو چارو وزارت چارواکو ته کښلې دي : دزین العابدین مېرمن لیلی په ټوله مانا واکمنه ده او په هرڅه کې له قانونه سرغړونه کوي ځکه خو ېې په تونس کې دمحبوبیت کچه ورځ تربلې مخ په ځوړه ده .
کله ،چې په تونس کې دعمومي پاڅون لړۍ پیل شوه مېرمن لیلی له خپلو څو لوڼو سره یو ځای عربي متحده اماراتو ته وتښتېدله او له ځان سره ېې ډېرې پېسې هم اخستې وې .
اوس خبره داده ،چې تونیسانو خو ځانونه له دیکتاتور خلاص کړل او دخپل قانون درناوې ېې وکړ ایا شوني ده ،چې موږ افغانان هم ورته اقدام وکړو ځانونه له نیواک ( استعمار ) له ډیموکرات ډیکتاتور ،چې هره ورځ دپښتنواو افغانانو پر سر له جنګسالارانو سره معاملې کوي ، دفساد او درغلۍ ، رشوت داستانونه مو اوس دنړۍ دهر وګړي په ژبه دي پردې سربېره دګاونډیو نادودۍ خو پر ځای پریږده ،چې په هر ژمي کې یوه ستونزه راپنځوي او دا دردېدلې ولس نور هم ځوروي .
وخت او سالم زعیم ته اړتیا ده .