غزني کې د ادبي هڅو د پیاوړتیا په موخه مشک ادبي بهیر خپل فعالیت پیل کړ

دا ادبي بهیر د پنج شنبې په ورځ د یو شمېر ادبپالو او فرهنګپالو لیکوالانو،شاعرانو، ممثیلینو او ادیبانو له لوري پرانیستل شو.

د بهیر مسؤولینو د یاد بهیر د فعالیت موخه په غزني کې د پیکه شویو ادبي او کلتوري هڅو بیا ژوندي  کول، د هیواد د نوموتو ادیبانو،شاعرانو او فرهنګیانو د یادونو تازه کول او د هغوۍ له کلاسیکو اثارو څخه په معاصره دوره کې په ښه توګه ګټه اخیستل وبلل.

بهیروالو زیاته کړه چې د مشک ادبي بهیر پر مټ به په نږدې راتلونکې کې په غزنی ولایت کې د الوګل کلنۍ ملي مشاعره هم جوړه کړي، چې د هیواد له بېلابېلو ولایتونو به پکې شاعران ګډون وکړي.

 هغوۍ دغه راز د بهیر بله مهمه موخه د مهمو کتابونو د مخ کتنې او سیمينارونو له لارې د ځوانانو د پوهي کچې لوړول او ښې ویناوالۍ ته چمتو کول ګڼي.

د بهير ګډونوال ديني عالم مولوي ظهور احمد "اصف"  د ورته ادبي هڅو زیاتوالی د ولسونو د ويښتابه لپاره تر ټولو اغېزمنه لار ګڼي او په وینا یې ادب له بشپړ دیني ارزښته برخمن دی.

بل خوا د غزني د پوهنی پخوانی رییس او نوموتی ادیب محمدګل کوچی د دې بهیر فعالیت،په غزني ولایت کې د ادبي ارزښتونو د پالني ښه زمینه ګڼي او ټینګار کوي چې ادیبان دې ورته ادبي هڅې لا پیاوړي کړي.

ادبي بهیر ته د ګډونوالو شعرونو،غزلونو او ترنمونو لا ښکلا ور په برخه کړه او ګډونوالو ټینګار وکړ چې د دې بهیر اوونیزي ناستې به ورته پر رنګه دوامداره وساتي.v