مينه پال حکمتيار ته: اوس د دې هېواد الوتکې نه خرڅيږي او نه پاکستان ته ډالۍ کيږي 

روهي (نۍ/۴ د سلواغې)، د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مینه‌پال د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار هغه څرګندونو ته غبرګون ښوودلی دی، چې د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې يې د بې نومه او نښانه الوتکو د پورته کېدو او الوتنو ويلي وو. 

مينه پال حکمتيار ته پر ټوېټر لېکلي دي، "‏حکمتیار صاحب لکه چې هغه پخواني رادار پر کور درولي دي، هوایې حریم په کنټرولي وي.
دلته اوس سیسټم دی، دملا نصرالدین کلا نه ده. اوس ددې وطن الوتکې نه خرڅیږې، نه ډالۍ کیږې او نه یې پاکستان ته تښتوي.
"

ګلبدين حکمتيار تېره ورځ ويلي وو، چې د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې بې نومه او بې نښانه الوتکې الوتنې کوي، چې د پيسو او سرو زرو قاچاق په کې کيږي. 

د نوموړي دغه څرګندونو ته د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې هم غبرګون ښوودلی او يادې خبرې يې بې بنسټه بللې.